د لاس رسي وړ اتصالات

ووټل: ممکن له زرو زیات امریکايي سرتېرې له افغانستانه و ایستل شي


د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر قوماندان ویلي چې امریکا ممکن له زرو څخه زیات سرتېرې له افغانستان څخه وباسي.

جنرال جوزیف ووټل پرون جمعه د «سلواغې پر۲۶مه» رویټرز اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د ۱۴سوه امریکايي سرتېرو د شمېر راکمولو اقدام د سولې له روانو خبرو سره کوم تړاو نه لري.

جنرال جوزیف ووټل د سولې د خبرو په پایله کې د امریکايي سرتېرو د شمېر د کمېدو په اړه له پرېکړې وړاندې له افغانستان څخه د زرو څخه د زیاتو امریکايي سرتېرو د وتلو تمه ښودلې ده.

جنرال سکاټ مېلر
جنرال سکاټ مېلر

هغه ویلي چې دا اقدام په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د قوماندان جنرال سکاټ مېلر د هغو هڅو په پایله کې چې غواړي په اغېزمنه توګه له امریکايي منابعو او امریکايي سرتېرو څخه ګټه واخیستل شي تر سره کېږي.

نوموړي زیاته کړې ده: "دا پلان جنرال مېلر په افغانستان کې د قوماندان په توګه تر ټاکل کېدو وروسته جوړ کړ او تمرکز یې پر دې و چې موږ څرنګه کولای شو چې د امکان تر حده موثر فعالیت او سپما وکړو."

سکاټ مېلر د ۲۰۱۸ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان وټاکل شو.

جنرال ووټل د سرتېرو د ایستلو کره وخت نه په ډاګه کړی.

که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې له دې وړاندې له افغانستان څخه د سرتېرو د شمېر کمېدلو بهیر پیل شوی او کنه، خو د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااخوا ۱۴ زره دی چې شاید زیاتوالی او یا کموالی پکې راشي.

ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي چې له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو سرتېرو د ایستلو لړۍ په داسې حال کې چې افغان چارواکو پرې له وړاندې اندېښنه ښودلې له مخکې پیل شوې ده.

یو لودیځ دپیلوماټ د نوم ښودلو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي"موږ دا مسئله له نږدې څارو، واضح ده چې د لګښټ کمولو کوم پلان چې جنرال مېلر لري، د عسکرو پر شمېر اغېز کوي."

امریکايي سرتېرې په افغانستان کې
امریکايي سرتېرې په افغانستان کې

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي مقاماتو ویلي چې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پرمختگ څرنګوالي ته په کتلو به د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو او یا کمولو په هکله تصمیم ونیسي.

خو د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پتریک شاناهن، د پنجشنبې په ورځ «فبرورۍ ١۴»اعلان وکړ چې په‌دې هکله هر ډول تصمیم به د ناټو د غړو سره په همغږۍ ونیول شي.

تېره ورځ د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم له افغانستان څخه د یو شمېر بهرنیو ځواکونو د وتلو د احتمال یادونه وکړه او د دغسې حالت د رامخې ته کېدو په صورت کې یې له افغان حکومت څخه په یو ټغر د افغان سیاسي مشرانو د راټولولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG