د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرو ماشومانو د اسنادو لادرکه کیدو خلک غوسه کړي


د امریکا حکومت هغو رپورټونو ته ځواب ورکړی چې وایي امریکا ته د بی سرپرسته داخل شوو ١٥٠٠ مهاجرو ماشومانو اسناد ورک شوېدي.

د ماشومانو او کورنیو د خوندیتوب د ادارې مرستیال سکرټر سټیو ویگنر وویل چې "د هغو ماشومانو (چې د مورپلار نه پرته امریکا ته داخل شوي و) پروگرام د هغوۍ د سرپرستۍ پروگرام نه و. دا وخت مونږ د لسو زرو نه زیات ماشومان لرو."

د ماشومانو د سابقې د اسنادو د لادکه کیدو خبر لمړنې د صحت وزرات خپور کړ. د غه رپورټ د خپریدو نه وروسته خلک غوسه شویدي او په ټویټر د "لادکه ماشومان" او "د مورپلار د غیږ نه تښتول شوي ماشومان" هیش ټیگونه پیل شویدي.

د اسنادو د لادرکه کیدو دغه رپورټ ځینې وسوسې هم پیدا کړیدي.

هغه ماشومان چې د امریکا په سرحد د مورپلار او یا د سرپرستانو پرته ولیدل شو، امریکایي چارواکو د ساتنې لپاره حکومتي مرکزونه ته حواله کړل.

په دغو کې زیاتره ماشومان د امریکا په جنوبي سرحد موندل کیږي او دغه د هاندوراس، سلواډور او گواتیمالا سره تعلق لري چې اکثره یې د تشدد او د انساني قاچاقبرو نه تښتیدلې وي.

د امریکا د بشري چارو او صحت وزارت وویل چې شاوخوا ١۴٧٥ هغه ماشومان چې امریکا ته داخل شوي و، هغوي ورته ټیلفونونه کړي خو د هغوي سره یې د تماس هڅې ناکامې شویدي.

سټیو ویگنر وایي چې په غیر قانوني توگه داخل شوي ماشومان د خپلو کورنیو سره یوځاې ساتل کیږي. خو هغه په غیر قانوني توگه داخل شوي وي نو کیدی شي ځکه هغوي ټلفونو ته ځواب نه وایي.

د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي مشاور سټیفن ملر وایي چې حکومت د ماشومانو او د هغوي د مورپلار د یوځاې توقیفولو ته لمړیتوب ورکوي خو د وسایلو د نشتون له کبله دغه کار مشکل شویدی.

XS
SM
MD
LG