د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شو


ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې له افغانستان څخه به ځواکونه وباسي
ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې له افغانستان څخه به ځواکونه وباسي

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې یې د جمعې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۶) د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړ.

سپینې ماڼۍ هم په یوې اعلامیې کې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ له خولې ویلي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې په لومړي ځل افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمېر تر ټولو ټېټې اندازې ته راښکته شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د سرتېرو کمول دا ښکاره کوي چې امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.

خو په اعلامیې کې دا خبره هم شوې ده چې د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو خبره مشروطه ده. وايي باید ټولو غاړې د سولې پرمختګ ته ژمن وي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ تېرکال د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د کمولو لارښوونه کړې وه.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د واشنګتن او طالبانو ترمنځ د تړون یوه برخه ده چې که د چارواکو په خبره تړون بشپړ عملي شي ښایي د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې جوبایډن به د جنوري په ۲۰ د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي، هغه لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي عسکرو د پرېښودو په اړه میلان ښودلی و.

په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې په جګړه کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکایان وژل شوي دي او امریکا شاوخوا یو تریلیون ډالر په دغه هېواد کې لګولي دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر د تړون د ژمنو عملي کېدو او په سیمه کې شرایطو ته د کتو په اساس کمیږي.

د افغان حکومت غبرګون

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ امریکا غږ ته وویل: « د امریکایي عسکرو د شمېر کمېدل په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان په عمومي وضعیت ډېر اغیز نکوي، ځکه چې په دې وروستیو کې افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو ۹۶سلنه جګړه مخ ته وړي او مسولیت د دوی په غاړه دی.»

تر دې مخکې امریکایي ځواکونو طالبان او طالبانو امریکايي ځواکونه تورن کړي وو چې د سولې تړون ته ژمن نه دي او تړون یې مات کړی دی.‌ امریکایي ځواکونه وايي چې د طالبانو د بریدونو پر مهال به د افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو ننګه کوي.

څه موده مخکې د ناټو عمومي مشر ینس ستولتنبرګ ویلي وو چې له افغانستان څخه په بېړه د امریکا او ایتلاف د ځواکونو په وتلو سره ښايي دا هېواد د ترهګرو په پناه ځای بدل شي.

خو هغه دا خبره هم کړې وه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د ناټو د روزنې ماموریت به روان وي.‌

هغه ویلي‌ دي چې ناټو د افغانستان د سولې د خبرو ننګه کوي او دا سازمان شرایطو ته په کتو په افغانستان کې خپل موجودیت تنظیموي.

XS
SM
MD
LG