د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن او پاکستان: افغانستان د سقوط په حال کې دی 


د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې بشري ناورین پیل شوی دی
د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې بشري ناورین پیل شوی دی

د سویډن د پراختیايي چارو وزیر پیر اولسن فرید خبرداری ورکړ چې افغانستان د سقوط او پاشل کېدو په څنډه کې ولاړ دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ اکتوبر۲۴ (لړم ۲) په دوبۍ کې د رویټرز خبري اژانس ته وویل که نړیواله ټولنه مرسته ونکړي افغانستان به ډېر ژر ناورین ته داخل شي.

نوموړي وویل: «دا هېواد (افغانستان) د سقوط (پاشل کېدو) په څنډه کې ولاړ دی او دا سقوط تر هغه څه چې موږ یې فکر کوو، ژر پېښیږي.»

د سویډن دغه وزیر ومنله چې اقتصادي بحران ترهګرو ډلو ته چاپېریال برابروي،‌ خو ټېنګار یې وکړ چې افغانستان ته به د طالبانو له لارې مرستې وانه استوي. هغه وویل چې سویډن به د افغانستان د مدني ټولنو سره بشري مرستې زیاتې کړي.

نوموړي وویل چې طالبان تر دې دمه پاتې راغلي چې ثابته کړي د خپل تېر نظام (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پالیسي نه پلې کوي. طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او ورسره ډېرو هېوادونو خپل سفارتونه وتړل.

د سویډن د پراختیايي چارو وزیر پیر اولسن فرید وویل چې لویدیځو هېوادونو ته شرایط برابر‌ نه دي چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي، خو خپلې دپلوماتیکې چارې به په قطر کې مخې ته وړي.

قطر د طالبانو او لویدیځ تر منځ د پیوستون ټکی دی. ښاغلي فرید همدا اونۍ هلته له چارواکو سره خبرې وکړې.

په همدې حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ټېنګار کوي چې د افغانستان کې د بشري بحران او سقوط د مخنیوي یوازینۍ لار له طالبانو سره مخامخ او مستقیم تعامل دی.

نوموړي د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د پرېښودو غوښتنه هم وکړه. امریکا د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان زیرمې ګنګل کړې.

ښاغلي چوهدري رویټرز ته وویل اوس یې وخت چې امریکا، چین او نور زبر ځواکونه د طالبانو د رسمي پېژندنې لپاره او د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لست څخه د هغوی د نومونو د لېر کولو لپاره نوي اصول او شرایط وټاکي.

پاکستان له طالبانو سره ژورې اړیکې لري او تېر افغان حکومت په وار وار تورن کړی و چې د طالبانو مشران یې په خپله خاوره کې ساتلي، جنګیالي یې روزي او بیا د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف او افغان ځواکونو سره د جګړې لپاره یې افغانستان ته استوي. خو پاکستان دا تورونه ردوي.

شاوخوا دوې میاشتې کیږي چې طالبان په افغانستان باندې حاکمیت لري، خو لا د نړۍ هېڅ یو هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

XS
SM
MD
LG