د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د مکسکو پولې ته د پوځيانو په لیږد کې ستونزه لري


ولسمشر ټرمپ غواړي مکسیکو سره سرحد ته ځواکونه واستوي چې د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي
ولسمشر ټرمپ غواړي مکسیکو سره سرحد ته ځواکونه واستوي چې د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي

ولسمشر ټرمپ په امریکا کې دننه د ځواکونو د استولو په برخه کې له یو لړ خنډونو سره مخامخ شوی دی.

ولسمشر دونالد ټرمپ غواړي د مکسیکو سره پولې ته د امریکا د ملي ګارد ځواکونه واستوي، خو ځینې والیان یې د دغې پرېکړې مخالفت او ځینې یې ننګه کوي.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ‌ وویل چې غواړي د مکسیکو سره پوله کې د ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ‌ د ملي ګارد سرتېري ځای پر ځای کړي‌ چې د ناقانونه کډوالو او نشه یي ‌توکو د قاچاقو مخه ونیسي.

خو تر دې دمه د اریزونا، نیومکسیکو او تګزاس ایالتونو د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او ویلي دي چې په را روانو څو ورځو کې به د ملي ګارد ۴۰۰ ځواکونو په سرحد کې ځای پر ځای کړي، خو د کلفورنیا ایالت والي تراوسه څه نه دي ویلي.‌ دغه ایالتونه له مکسیکو سره ګډې پولې لري.

د نیوادا ایالت والي، چې د ولسمشر ټرمپ د ګوند غړی هم دی، له دغې پرېکړې سره مخالفت کړی دی. د هغه ویاند ساندوال اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې دا کار د ملي ګارد نامناسبه کارونه ده.

د ولسمشر ټرمپ فرمان د متحدو ایالتونو د فدرال د فوانینو له مخې صادر شوی دی. د ملي ګارد د لېږدولو لګښت او تنخوا هم د فدرال حکومت ورکوي، خو د فدرال قوانین والیانو ته دا حق ورکړی چې په دې اړه د ولسمشر غوښتنه ونه مني.

ولسمشر ټرمپ د مکسیکو سرحد ته د ځواکونو د استولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوی خو افغانستان ته بیا د ځواکونو په استولو کې له کومې ستونزې سره مخامخ نشو.

XS
SM
MD
LG