د خوړو نړیوال پروګرام وايي د سږ کال په ژمي کې په افغانستان کې هره میاشت له ۱۵ میلیون کسانو سره د مرستې پلان لري.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې د سې شنبې په ورځ ناوخته نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، مخکې له دې چې یاد کسان په ژمي کې له واورو او یخ سره مخ شي دغه مرستې به تر لاسه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د یادو مرستو په لړ کې تازه په بدخشان ولایت کې له ۲۰۰۰ زیانمنو شوو کورنیو سره په یوه ځای د پنځو میاشتو لپاره د خوراکي موادو مرسته کړې ده.
یاد سازمان ویلي چې په ټول افغانستان کې کورنیو د ژوند کولو ټول امکانات له لاسه ورکړي او په خبره یې ژمي او لوږې ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
بلخوا یاد سازمان د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۷۲زره مټریکه ټنه خوراکي مواد زخیره کړي دي.
پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ګړو صندوق استازي الکساندر ساشا بودیروزا ویلي چې په دغه هیواد کې ۷۹ سلنه خلک د خپل ځان ګرم ساتلو وسایلو ته لاس رسی نلري.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "له سخت ژمي څخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه به د دوی لپاره یوه بله ننګونه وي،د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ژمنۍ بستې توذیع کوي، او زیانمنو کورنیو ته لومړیتوب ورکوي چې مرستې تر لاسه کړي، تر څو سخت ژمی تحمل کړي."
دغه بنسټ ویلي چې دوی په افغانستان کې له امیندواره مېرمنو سره هم خپلو مرسته ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو، نهه تنه یې نشي کولای کافي خواړه لاسته راوړي.
دغه سازمان د اکتوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې والدین نشي کولای خپلو ماشومانو ته صحي خواړه برابر کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام شمېرې ښيي چې دغه سازمان په روان میلادي کال کې په ټول افغانستان کې له څه باندې ۲۱ میلیون زیانمن شوو کسانو سره چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي مرسته کړې ده.