د لاس رسي وړ اتصالات

نهه میلیونه افغانان د لوږې په درشل کې؛ خوړو نړیوال سازمان د بودجې د نشتون خبرداری ورکړ


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې (WFP) خبرداری ورکړی که ژر بودیجه ترلاسه نکړي، په افغانستان کې به نهه میلیون خلکو ته د غذا او خوړو رسول بند شي.

د خوړو نړیوالې ادارې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۹ (حمل نهم) په خپل ټویټر کې په یو راپور کې ویلي، چې ۱۳ میلیون افغانانو سره د خوړو د مرستې د برابرولو لپاره ۹۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

همداشان دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې خلکو ته د خوړو د برابرولو لپاره د شپږو نورو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

افغانستان لپاره د دغې ادارې استازې میرمن شاو وي لي ویلي، چې لوږه په دغه هیواد کې د خلکو د کورونو دروازې ټکوي او ترهغې، چې بشري مرستې ونشي سلګونه زره نور افغانان به د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونود خوړو نړیوالې ادارې (WFP) عمومي رئیس ډیویډ بیسلي په خپل ټویټر کې لیکلي،"که موږ هغو مسایلو ته، چې اړتیا ده په چټک، موثر او ستراتیژیک ډول پرې غور وشي حل ونه لټوو " زه اندیښنه لرم، چې سږکال به په ټوله نړۍ کې د بې ثباتۍ سره مخامخ یو."

ښاغلي بیسلي دمخه ویلي و چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي د لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي او نړۍ نشي کولی ددغه بې ساري ناورین پرمهال افغانانو ته شا کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د یو راپور له مخې افغانستان د یو بې ساري بشري واقعي ناورین او ۱۷ میلیون وکړي د لوږې سره مخامخ دي.

د یو راپور له مخې د افغانستان د نفوسو شمیر په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ۴۳ میلیونو کسانو څخه لوړ شوی دی او په دغه هیواد کې د نفوس د ودې کچه په کال کې ۲.۳ فیصدو ته رسیدلې، چې دا اندازه په سیمه کې تر ټولو لوړه اندازه ده.

اوچا ویلي، چې په روان میلادي کال کې ۲۸.۳ میلیون کسان، چې د افغانستان د نفوس د دریو څخه دوه برخې جوړوي د ژوندي پاتې کیدو لپاره به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا د راپور له مخې افغانستان د درییم پرله پسې کال لپاره د سختې وچکالۍ سره مخامخ دی او هم دا هیواد د دوهم پرله پسې کال لپاره د اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی.

د اوچا په راپور کې ویل شوي: "۱۷ میلیون وګړي په روان ۲۰۲۳ کال کې د سختې لوږې سره مخامخ دي د دې ډلې شپږ میلیون یې په اضطراري ډول د خوړو د نه خوندیتوب سره او د قحطۍ څخه د یو ګام فاصله لري، چې دا شمیر په نړۍ کې تر ټولو جګ شمیر دی".

اوچا په دې راپور کې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د خوړو په بیو باندې د ژمي هممهاله اغیزې، عوایدو کمیدل او بیکاري د اقتصادي ناروین د دوام لپاره اټکل کړي دي.

افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم نړیوالې ټولنې پر دغه هیواد خپلې مرستې بندې کړې او هم د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک نږدې لس میلیاردو ډالرو شتمني کنګل کړه، چې ورسره دا هیواد د سخت اقتصادي بحران سره مخ شو.

که څه هم نړیوالې ټولنې افغانستان سره یو ځل بیا خپلې مرستې بیرته پیل کړي خو د اقتصادي بختیاو نشتون او بیکارۍ په دغه هیواد کې د لوږې کچه ډیر پراخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG