د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سیاستوالو ته د ښځو لیک؛ د سولې بهیر کې 'شخصي ګټې' مه لټوئ


افغاني میرمنو په یو پرانیستي لیک کې د افغانستان له سیاستوالو څخه غوښتي چې ملي ګټې د خپلو شخصي ګټو قرباني نه کړي.

دا پرانیستی لیک چې د پنجشنبې په ورځ د مې ۲۰ (غوايي ۳۰) خپور شوی په کې راغلي چې ملي سیاسي اجماع په افغانستان کې تلپاتې، باعزته او عادلانه سولې ته د رسېدو تر ټولو غوره لاره ده.

دغو میرمنو له افغان سیاستوالو څخه غوښتي چې "ژر تر ژره خپل فردي او ګوندي اختلافونه، فکري توپیرونه او په سلیقو ولاړ کړه وړه یوې خوا ته پرېږدي" او د سولې د ټینګېدو او ملي ګټو لپاره سره یوځای شي.

همداشان په دغه لیک کې له افغان سیاستوالو څخه غوښتنه شوې چې په دې حساس تاریخي پړاو کې د سولې له مذاکراتو، د جمهوري نظام له ساتنې، د خلکو له بشري حقونو په ځانګړې توګه د جګړې له قربانیانو، معلولیت لرونکو وګړو، ښځو او اقلیتونو له حقونو څخه ملاتړ وکړي.

په لیک کې سیاستوالو ته په خطاب ویل شوي: "د افغانستان په جګړه کې ښکېلو هېوادونو سره د پټو او ښکاره معاملو څخه ځان وساتئ او د خپل منځي سیاسي جوړجاړي لپاره هڅه او تکل وکړئ".

افغان میرمنو دا لیک په داسې مهال نشر کړی چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړ دي او له بلې خوا د راپورونو په اساس په حکومت کې دننه د دولت د عالي شورا او د کابینې د یو شمېر غړو د غوراوي پر سر اختلافات رامنځ ته شوي دي.

XS
SM
MD
LG