د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن حکومت او حوثي یاغیانو ۹۰۰ بندیان تبادله کړل


د حوثي یاغیانو ازاد شوي بندیان پلازمینې صنعا ته د رسیدو پر وخت
د حوثي یاغیانو ازاد شوي بندیان پلازمینې صنعا ته د رسیدو پر وخت

د یمن حوثي یاغیانو او حکومتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۷) د څه باندې ۹۰۰ بندیانو درې ورځنۍ تبادله بشپړه کړه. دې کار په یمن کې د اوږدې کورنۍ جګړې د پای ته رسیدو هیلې زیاتې کړي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) وویل، الوتکې چې بندیان یې لېږدول، په عین وخت کې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې د یمن د پلازمینې صنعا او د حکومت تر کنټرول لاندې د شمالي ښار ماریب څخه والوتلې.

حوثي جنګیالیو د صنعا په هوايي ډګر کې، خپلو ملګرو ته د ښه راغلاست پر وخت د تورو سره یوه دودیزه نڅا هم وکړه.

د دواړو اړخونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په درېیمه ورځ د سره صلیب د نړیوالې کمیټې (ICRC) د رسنیو مشاورې جیسیکا موسن د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، "د مارب- صنعا په الوتکه کې ۴۸ پخواني بندیان او د صنعا-مارب په الوتکه کې ۴۲ تنه سپاره وو."

د بندیانو د تبادلې د معاملې له مخې، چې تیره میاشت د دواړو غاړو په سویس کې پرې موافقه وکړه، نن یکشنبه هم نورې الوتنې پلان شوي چې د کوچني اختر څخه دمخه د ۷۰۶ یاغیانو په مقابل کې د ۱۸۱ حکومتي ځواکونو تبادله بشپړه شي.

په نړیواله کچه د یمن په رسمیت پیژندل شوي حکومت مذاکره کوونکي ماجد فضیل وویل چې څلور خبریالان چې د ایران د ملاتړ څخه برخورداره حوثیانو نیولي وو او په اعدام محکوم شوي وو هم پدې تبادله کې شامل دي.

د یمن د صبا خبري اژانس د راپور له مخې، د حوثي یاغیانو سیاسي مشر مهدي المشاط ویلي، له سعودي عربستان سره، چې د حوثي یاغیانو پر ضد د پوځي ایتلاف مشري کوي، د خبرو بل پړاو به د اپریل په ۲۱مه له کوچني اختر وروسته پیل شي.

د فرانس پرس د خبر له مخې دا نده څرګنده چې څومره نور کسان ددغو دوو اړخونو سره بدیان دي.

د سعودي عربستان او د یمن د حوثي یاغیانو ترمنځ د اوربند او د جګړې د بندیانو د تبادلې موافقه وروسته له هغې کېږي چې ایران او سعودي عربستان د چین په منځګړتوب د دپلوماتیکو اړیکو په بیا پیلولو موافقه وکړه.

د یمن کورنۍ جګړه په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه پیل شوه چې حوثي یاغیانو د دغه هېواد پلازمېنه صنعا ونیوله او په رسمیت پېژندل شوی حکومت یې جلاوطنۍ ته اړ کړ. له هغې وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي عملیات پیل کړل او له هغه وخت راهیسې دغه هېواد په جګړه او ګډوډۍ کې ښکېل دی.

له هغه وخت راهیسې په یمن کې په مستقیمه توګه د جګړو په پایله کې او یا هم په غیر مستقیم ډول د ناپاکو اوبو د څښلو، د ناروغیو د خپریدو، لوږې او نورو عواملو له امله په سلګونو زره کسان وژل شوي دي. په دې جګړه کې تر ۱۱ زرو زیات ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو په وینا، په یمن کې جګړه د دې لامل شوې، چې دغه هېواد په نړۍ کې له تر ټولو بد بشري بحران سره مخ شي؛ په دې هیواد کې په میلیونونو خلک له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او په فقر او لوږه کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG