د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو ضد 'ولسي پاڅون کوونکو' ته وسلې ورکوي

د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونوال

په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره هم مهاله دفاع وزارت وايي په لسو ولایتونو کې د طالبانو په ضد زرګونو کسانو ته وسلې ورکوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان امریکا غږ ته وویل چې دغه ولسي پاڅونوال په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب، کندز، بلخ، پران، کندهار، کاپیسا او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو پر ضد جګړه کې برخه اخلي.

فواد امان ددغو ولسي پاڅونوالو کره شمېر په ډاګه نکړ، خو زیاته یې کړه چې شمېر یې زرګونو تنو ته رسیږي.

هغه وویل: "له شک پرته له افغان ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ او د هغوی ترڅنګ درېدل ډير ګټور دي، د وضعیت په تغیر او ښه کېدو او همدارنګه د تروریستي ډلو په ماتولو کې به ګټور وي."

تازه د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي هم پخپل پیغام کې له خلکو څخه غوښتي چې خپلو سیمو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودریږي او په خبره یې دفاع وزارت چمتو دی چې ورته لازم امکانات ورکړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند هم وویل هغه کسان چې پخپله خوښه د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په ضد دریږي دغه وزارت چمتو دی چې ټول امکانات ورته برابر کړي.

"د طالبانو په ضد پراخ پاڅون د رامنځته کېدو په حال کې دی"

پر همدې مهال د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سروردانش هم ویلي چې د طالبانو په ضد او له جمهوریت څخه د دفاع لپاره «پراخ ملي مقاومت» د رامنځته کېدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړې: "د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ پراخ ولسي پاڅونوال او پراخ ملي مقاومت د دولت تر حاکمیت لاندې چوکاټ کې د جمهوریت د دفاع او د ښمانانو د ځپلو لپاره د رامنځته کېدو په حال کې دی."

یو شمېر پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو هم په افغانستان کې د طالبانو په ضد د خپلو کسانو د منظم کولو خبر ورکړی دی.

د دغه کسانو له ډلې د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور ویلي چې ټاکل شوې نن سه شنبه جون ۲۲( چنګاښ لومړۍ) ډير نفوذ لرونکي کسان او سیاسي حزبونه له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ اقدام وکړي.

تر دې مخکې د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هم د طالبانو په ضد د خپلو کسانو د منظم کولو خبر ورکړی و.

د خلکو وسله والو کول «خطرناک» دی

یو شمېر پخواني پوځي کارپوهان د تاوتریخوالي او وینې تویېدو مسؤلین طالبان بولي او زیاتوي چې د خلکو د وسله وال کېدو د راتلونکو پایلو مسؤلیت به هم د طالبانو په غاړه وي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل امریکا غږ ته وویل: "طالبان او پاکستان باید په دې مسله پوه شي که وضعیت ناورین ته ځي، د افغانستان ټول خلک وسله وال دي، او بالاخره د افغانستان ټول خلک جګړه کوي، څو ځله مو وویل چې دا بدبختي منځته راوړي."

ښاغلي امرخېل زیاته کړه چې طالبان نه پوهیږي چې د جګړې له لارې به بریالي نشي او په وینا یې باید دا درک کړي چې خلک یې په وړاندي دریږي. هغه وویل چې د ستونزې د هواري یوازینۍ لار د سولې خبرې دي چې طالبان یې باید ومني.

خو امرخېل همدرانګه ټینګار وکړ چې حکومت هم باید د خلکو په وسله وال کولو کې محتاطانه عمل وکړي. هغه زیاته کړه: "دغه کار ډير خطر ناک دی... دا روښانه ده چې دوی دولت نشي نیولی او د افغانستان په داخل کې به قومي، ژبني او مذهبي مسائل زیات شي."

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو سرتیرو د وتلو له بهیر سره په دغه هیواد کې جګړو زور اخیستی او طالبانو د ګڼو ولسوالیو د نیولو ادعاوې کړي دي.خو دفاع وزارت ویلي چې ځینې ولسوالۍ یې بیرته نیولي دي.