افغانستان کې هوايي بریدونه ډیر شوي، میلر وايي جګړه ګټونکی نلري

امریکايي پوځ وايي په هوايي بریدونو کې د اورپکو مالي، روزنیز او حمایوي مرکزونه په نښه کوي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وايي چې دوی د طالبانو پر ضد تهاجمي او یرغلیز حالت لري.

د نویو شمیرو له مخې امریکايي الوتکو د ۲۰۱۸ کال په سپتامبر میاشت کې په افغانستان کې څه باندې ۸۴۰ بمونه وغورځول چې په تیرو اتو کلونو کې تر ټولو زیات بلل شوي دي.

په همدې لړ کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر قومندان وايي د ده تر امر لاندې ځواکونه د طالبانو خلاف تهاجمي او یرغلیز حالت کې دي.

جنرال سکاټ میلر ان بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي "موږ انتظارنکوو چې طالبان راشي او پر موږ وار وکړي، بلکې موږ پرې اول وار کوو."

خو دغه امریکايي قومندان دا هم ویلي چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کیږي. جنرال میلر ویلي "دا له پوځي لارې نه ګټل کیږي. دا باید یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي."

نوموړي وویل چې طالبان هم په دې پوه شوي چې هغوی هم دا جنګ له پوځي لارې ګټلی نشي او په خبره یې باید له سیاسي لارې د دغه تاوتریخوالي د ختمولو په فکر کې شي.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپلې تګلارې کې امریکايي ځواکونو ته ډېر اختیار ورکړ چې د طالبانو او نورو اورپکو پر مرکزونو هوايي بریدونه هم زیات کړي.

ښاغلي میلر داسې مهال له سیاسي لارې د افغان جګړې د ختمولو خبره کوي چې افغان حکومت او امریکايي چارواکي تر بل هر وخت اوس ډېر له طالبانو سره د سولې خبرو ته لیوال دي.