د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له خوا د سه شنبې په ورځ د (نومبر په ۲۴مه) په تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۷۰۰۰ ښځې او نجونې د خپل ژوند د ملګري یا د کورنۍ د غړو له خوا په قصدي توګه وژل شوې دي.
د ملګرو ملتونو راپور کې همدرانګه ویل شوي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په ټولې نړۍ کې په هر ساعت کې پنځه ښځې او نجونې د خپل ژوند د ملګري یا د کورنۍ د یوه غړي له خوا په قصدي ډول وژل شوې دي.
له افریقا وروسته، د امریکا لویه وچه په هر ۱۰۰ زره ښځو کې د ۱.۴ قربانیانو په کچه دویم ځای لري. ورپسې هند او اقیانوسیه د ۱.۱، اسیا د ۰.۶ او اروپا د ۰.۵ قربانیانو په کچه په ترتیب سره ذکر شوې دي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر اجرائیوي مشرې مونیکا جوما ویلي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د وژنو شمېر له ډېرې مودې راهیسې د اندېښنې وړ دی.
مونیکا جوما وايي: له ډېرې اوږدې مودې راهیسې موږ د اندېښنې وړ شمېرو شاهدان یو. وېروونکي چلندونه، زیانمن ټولنیز دودونه او د مسؤلو بنسټونو ناکامي چې د خوندیتوب لازم میکانیزمونه رامنځته کړي، داسې چاپېریال یې رامنځته کړی چې پکې د یوې مېرمنې، لور، مور یا خور وژل د زغملو وړ عمل ګڼل کېږي.
جوما زیاته کړې: د دې وضعیت بدلون د ټولنې په ټولو کچو کې دوامداره اقداماتو ته اړتیا لري. موږ باید د هغو مخنیوي لارو چارو د پلي کولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو چې موخه یې د ټولنیزو چلندونو او زیانمنو نظریاتو بدلول دي. همدارنګه، باید د کورني تاوتریخوالي له عاملینو سره د چلند، د ښځو د ساتنې او د هغوی د بشري حقونو او انساني کرامت د تأمین لپاره په ځانګړو پروګرامونو او اقداماتو پانګونه وکړو.
په یو بل راپور کې ملګرو ملتونو ویلي په ټوله نړۍ کې ۸۴۰ میلیونه ښځې او نجونې، یعنې نږدې له هرو دریو ښځو او نجونو څخه یوه یې، د خپل ژوند په اوږدو کې له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي. ملګري ملتونه وايي، د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې عدلي او قضايي ادارې د هغو ښځو او نجونو په ملاتړ او ساتنه کې پاتې راغلي چې له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د همغږۍ او پروګرامونو مرستیاله اجرائیوي مشره نیارادزایي ګومبونزوانډا وايي: په ټوله نړۍ کې ۸۴۰ میلیونه ښځې او نجونې، یعنې نږدې له هرو دریو ښځو او نجونو څخه یوه په خپل ژوند کې له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي. دا د بشري حقونو تر ټولو پراخه سرغړونه ده.
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د ښځو وژنه په ندرت سره یوه جلا او ناڅاپي پېښه وي. د ډېرو ښځو او نجونو لپاره، دا جنایت د تاوتریخوالي، ګواښونو او ناوړه چلند د یوې اوږدې لړۍ وروستی پړاو وي؛ هغه لړۍ چې په ډېرو مواردو کې یې تر وژنې مخکې مخنیوی کېدای شو.
بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې اجرائیوي مشرې سیما باهوس هم د تاوتریخوالي د راپور ورکولو لپاره د خوندي چاپېریال پر برابرولو، د ښځو ملاتړ ته د لاسرسي او د دغو جرمونو د عاملینو د قانوني تعقیب پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغې خبرداری ورکړی چې د خطرناکو نښو له پامه غورځول، د قضیو سمه څېړنه نه کول او د تاوتریخوالي د قربانیو ښځو نه ملاتړ کول، مرګونې پایلې لرلای شي.
د دې راپور یوه بله مهمه موندنه په نړۍ کې د ښځو د وژنو د کچې د کمېدو او د عمومي وژنو د کچې د کمېدو ترمنځ توپیر دی.
د بېلګې په توګه د امریکا په لویه وچه کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د عمومي وژنو کچه ۲۳ سلنه راټیټه شوې، خو د ښځو د وژنو کچه یوازې ۱۲ سلنه کمه شوې ده.
په اروپا کې هم د عمومي وژنو کچه ۴۳ سلنه کمه شوې، په داسې حال کې چې د ښځو د وژنو کچه یوازې ۲۸ سلنه راټیټه شوې ده.
دا شمېرې ښيي چې د نړۍ په ځینو سیمو کې د عمومي وژنو د کچې له کمېدو سره سره، د ښځو پر وړاندې مرګونی تاوتریخوالی لا هم په ورو سرعت کمېږي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې د ۱۶ ورځني کمپاین پیل
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د سږني جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني فعالیتونو کمپاین په چوکاټ کې چې د نومبر له ۲۵مې څخه د ډیسمبر تر ۱۰مې پورې دوام کوي، له حکومتونو، خصوصي سکټور، رسنیو، د ښځو له سازمانونو او د تاوتریخوالي له قربانیو څخه د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د سږني کمپاین شعار پر عدالت تأمینولو، د تاوتریخوالي د قربانیو پر ساتنه او د تاوتریخوالي د عاملینو د مجازاتو د نه کېدو د فرهنګ پر پای ته رسولو تمرکز کوي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو د وژنو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو پای ته رسول، د قربانیانو لپاره د عدالت تأمین، د تاوتریخوالي له ژوندي پاتې شویو کسانو څخه ملاتړ او د دغو جنایتونو د عاملینو مسؤل ګرځول غواړي.