د یونان او ترکیې تر منځ سمندر کې د ورکو کډوالو لټون روان دی

عکس: ارشیف

د یونان د ساحل ساتونکو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۳ (کب څلورمه) وویل چې د هغو څلورو مهاجرو په لټه کې دي چې ګمان کیږي د انسانانو قاچاق کوونکې یوې ګړندۍ کښتۍ څخه سمندر ته لوېدلي وي.

د یونان ساحل ساتونکو ویلي چې د اېجین په سمندر کې د ساموس ټاپو ته نږدې یې ۱۸ کډوال ژغورلي. دغو ژغورل شویو کسانو ویلي چې څلور ملګري یې له کښتۍ څخه سمندر ته غورځېدلي دي.

په دې اړه چې دا کډوال د کوم هېواد دي څه ندي ویل شوي، خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، زیاتره د افغانستان، سوریې او څو نورو هېوادونو وګړي دي چې د ناامنیو او ژوند د سختو شرایطو له کبله د خپلو هېوادونو پرېښودو ته مجبورېږي او د سمندر له لارې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.

د یونان د ساحل ساتونکو ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې د یونان د ګزمې کښتۍ او چورلکې د اروپايي اتحادیې د یوې سترې بیړۍ په مرسته د ورکو شویو کډوالو لټون ته دوام ورکوي.

په زرګونو کسان هر کال په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو په موخه د ترکیې او یونان تر منځ د سمندر له خطرناکې لارې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۳۸۰ کسان ثبت کړي چې په ختیځې مدیترانې کې مړه یا ورک شوي دي.

ددغه سازمان د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل څخه تراوسه پورې په دغو اوبو کې لږترلږه ۱۸ کسان مړه شوي او یا ورک شوي دي.

یوناني چارواکو د اکتوبر په میاشت کې وویل چې د مهاجرینو دوه کښتۍ چې څه باندې ۱۴۰ تنه پکې سپاره و، په دوو جلا پیښو کې د دې هیواد په اوبو کې ډوبې شوي او لږ تر لږه ۲۳ تنه پکې وژل شویدي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته لسګونه زره افغانان له هېواد څخه ووتل او یو شمېر هڅه کوي له غیر قانوني او له خطرونو په ډکو لارو باندې اروپا ته ځانونه ورسوي.