د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ

ملګري ملتونه وايي له کورني تاوتریخوالي او د ښځو له وژنو نیولې، تر انلاین ځورونې او په جګړه ځپلو سېمو کې جنسي تاوتریخوالي پورې د نړۍ په میلیونونو ښځې او نجونې لا هم له ګواښونو سره مخ دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په یو پیغام کې ویلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د ټولې نړۍ لپاره د شرم یو ګډ داغ دی، چې هر هېواد او هره ټولنه اغېزمنوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي:" اوس د دې وخت رارسېدلی چې د تل لپاره د دې بې‌عدالتۍ مخه ونیسو. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت موږ د تاوتریخوالي د ژوندي پاتې شویو قربانیانو دپاره د عدالت او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د لا پیاوړې ژمنتیا غوښتنه کوو."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مشرې سیما باهوس خبرداری ورکړی چې ټکنالوژي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نوې بڼې رامنځته کوي، په داسې حال کې چې د عدالت سیستمونه د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره کافي چټک غبرګون نه شي ښودلی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مشره سیما باهوس وايي:"عدالت تامین کړئ، د قربانیانو ساتنه وکړئ، د مجازاتو څخه د معافیت کلتور پای ته ورسوئ."

اروپايي ټولنه وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه نړیواله ستونزه ده، چې انلاین او له انلاین نړۍ بهر دواړه بڼې لري. دغه ټولنه ژمنه کوي چې د قربانیانو د ساتنې او د عاملینو د حساب ورکولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس وايي:"هره ښځه او هره نجلۍ دا حق لري چې له وېرې، تاوتریخوالي، ناوړه چلند او هر ډول زیان څخه په پاک چاپېریال کې ژوند وکړي."

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) هم د ښځو د حقونو ساتنه د سولې او امنیت لپاره مهمه بولي او د دوامداره او پیاوړو اقداماتو غوښتنه کوي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په اعلامیې کې راغلي:"موږ نه شو کولای باثباته، ټول ‌شموله او سوله‌ ییزې ټولنې جوړې کړو، تر څو ډاډ ترلاسه نه کړو چې ښځې او نجونې له خپلو حقونو څخه په بشپړه توګه برخمنې دي او د عامه او شخصي ژوند په ټولو برخو کې په برابره توګه ګډون کولای شي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو د ملاتړ کوونکو ښځینه بنسټونو لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وايي:" په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطرونه مخ په زیاتېدو دي، هغه خدمتونه چې دوی پرې تکیه کوي، د مرستو د کمښت له امله له منځه ځي."

په افغانستان کې د ښځو د بنسټونو او اعتراضي خوځښتونو استازو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، تبعیض، ځپنه او محرومیت باید له هر ډول توجیه پرته پای ته ورسېږي.

د ښځو د حقونو فعاله هیله شینوارې وايي:" د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی زړورتیا نه ده، جرم دی.نږدې شپږ کاله کیږي چې طالبانو د افغانیت او اسلامیت په نوم د افغانستان خلک په ځانګړي توګه ښځې ځپلي او له ټولنې څخه یې حذف کړې دي."

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې صالحه عیني امریکا غږ ته وویل: " د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی یوازې وهل او ټکول، او جسمي ازار نه دی، د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل، او هغو ځایونو ته چې ښځې ځي، او همدا شان د هغوی د کار مخنیوی او له ټولنې څخه د هغوی حذف کول په ښکاره د بشري حقونو څخه سرغړونه ده."

له دې ټولو اندیښنو سره سره، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په حاکمیت کې ددغه هیواد د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي.