روغتیایي مسؤولین وایي د کندز ولایت وروستي کمپاین کې ټولو هغو ماشومانو ته چې د عامې روغتیا وزارت او یونیسف ادارې له خوا هدف ټاکل شوي ؤ، د پولیو ضد واکسین او ویټامین (A) رسیدلي.
د بغلان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې پدې ولایت کې د پخوا په پرتله د پولیو په اړه د کورنیو د پوهاوي کچه لوړه شوې.
که څه هم په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزه په منظم ډول روانه ده، خو لا هم په تخار ولایت کې ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین له ورکولو ډډه کوي.
د کندز ولایت روغتیایي مسؤولین وایي په روغتیایي مرکزونو کې هغو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي، چې په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې شوي وي.
په بغلان ولایت کې یوه کورنۍ چې شپږ غړي یې د واکسین د نه تطبیق له امله په ګوزڼ اخته شوي، له خلکو غواړي چې په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسین کړي.
د بدخشان ولایت روغتیایي مسؤولین وایي په خوارځواکۍ اخته ماشومان د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي، او دوی یې د وقایې لپاره ځانګړي پلانونه په پام کې لري.
د یو ګوزڼ وهلي ماشوم پلار د پښیمانۍ په څرګندونې سره له خلکو غواړي چې هیڅکله د ده په شان د منفي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي او باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په کمپاینونو او کلینیکونو کې واکسین کړي. عاشق الله جلالزوی - امریکاغږ
د یو ګوزڼ وهلي ماشوم پلار له خلکو غواړي چې هیڅکله د پولیو په اړه د منفي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي او باید خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین وکړي.
د کندز ولایت لوستې میندې وایي چې دوی د ګوزڼ ضد واکسین په ګټو پوهیږي او تل خپل ماشومان واکسینوي.
د بلخ ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې پدې ولایت کې د ګوزڼ ضد مبارزه په بریالیتوب سره روانه ده او د چاپیریال د سمپلونو ټسټونه منفي شوي.
روغتیايي چارواکي وايي چې بدخشان ولایت کې د پولیو ضد مبارزه په بریالیتوب سره روانه ده، او ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسیدلی.
د کندز ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې دوی د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي هڅې ګړندۍ کړي او پدې برخه کې به له دوی سره دیني عالمان همکاري وکړي.
روغتیایي چارواکي او واکسیناتوران وایي چې بغلان کې د بیلابیلو ننګونو سربیره د پولیو ضد وروستی کمپاین په بریالیتوب سره ترسره شو.