په اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام په دویم پړاو کې د دولسو لوبډلو نوملړ بشپړ شو.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي د آسیا جام په دویم پړاو (سوپر فور) کې د سریلانکا لوبډلې لخوا تر ماتې خوړولو وروسته وایي که کریم جنت د سریلانکا د لوبغاړي (دنوشکا ګوناتیلاکا) کیچ نیولی وی، ښایي "حالات به په بشپړه توګه بل ډول وی)
ګڼ شمیر افغانانو په ټولنیزیو شبکو کې په طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیزي.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډله سه شنبه فبروري اوله (سلواغلې۱۲) د نولس کلنو د نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پای لوبې کې د انګلستان د لوبډلې سره سیالي کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ د شلو شلو اورونو د نړیوال جام په سیالیو کې د سکاټیلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پدې سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه وګټله.
د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په لومړني پړاو کې په بي ګروپ کې سکاټلینډ د عمان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پخپل ګروپ کې لومړی مقام وګاټه.
د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې د سنرایزرز حیدرآباد لوبډلې د ډیوډ ورارنر پر ځای کین ویلیمسن د لوبډلې کپتان ټاکلی.
په هند کې د کرکټ تجارتی سیالۍ، آی پي ایل نن د جمعې په ورځ د مومبای او بنګلور د لوبډلو تر منځ پیل شوې.
د هند د کرکټ ملي لوبډلې د انګلنډ د لوبډلې نه د روانو ټیسټ سیالیو د لړۍ په ګټلو سره د دې سیالیو د نړیوالې اتلولۍ پای لوبې یا فاینل ته لار پیدا کړه.
د اسټرالیا د بیګ بش د کرکټ د تجارتي سیالیو لسم پړاو د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۰ مې په اسټرالیا کې پیل شوې.
د کرکټ د نړیوالې شورا د شلو شلو اورنو د نړیوالو لوبو په تازه درجه بندۍ کې دوه افغان لوبغاړو لومړي مقامونه ګټلي.
د پاکستان کرکټ بورډ وایي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته یې پاکستان ته د سفر او لوبو کولو رسمي بلنه ورکړې
د امریکا د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ په افغانستان او عراق کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د کمیدو خبر ورکړ. د دفاع وزارت ویلي چې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په امر به د افغانستان نه شاوخوا ۲ زره عسکر د بل کال د جنوري د میاشتې بورې باسي.
د سږکال د هند د غوره لیګ، آی پي ایل سیالۍ چې د سپټمبر په نولسمې پیل شوې وې، وروستۍ یا فاینل لوبه یې نن د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې کیږي.
د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل تجارتي کرکټ سیالۍ نن د عربي متحده اماراتو د ابوظبي په ښار کې پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د خپلو څلورو پخوانیو غړیو پر ځای نوي غړي معرفي کړي.
د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندرا سنګ دوني نن د جمعې په ورځ، اګست ۱۵ (زمري ۲۵) د کرکټ د نړیوالو لوبو څخه د استعفا اعلان وکړ.
د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان، ګلبدین نایب وایي تر څو چې اصغر افغان د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان وی، دی به په ملي ټیم کې لوبه ونکړي.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په پرله پسې توګه د شلو شلو اورونو درې واړه لوبې په سریلانکا وبایللې. دا لومړی ځل دی چې پاکستان پخپلې خاورې کې د شلو شلو اورونو لړۍ بایلي.
د هند د کرکټ ملي لوبډلې د جنوبي افریقا نه د ټیسټ لومړنۍ لوبه د ۲۰۳ منډو په توپیر وګټله.
نور پورته کول