د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو نوې هڅې پیل شوي


په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب او افغانستان ته د امریکا پخواني سفیر ځلمي خلیلزاد په پاکستان ټینگار کړیدی چې په سیمې کې د سولې لپاره خپل رول ولوبوي.

په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې مونږ غواړو د پاکستان سره گټورې خبرې وکړو. محب وویل "هیله لرو چې پاکستان به گټورې خبرې شروع کړي او په سیمې کې د ثبات لپاره کار وکړي." هغه زیاته چې افغانان د څلورو لسیزو راهیسې جنگونو ځبلي دي او غواړي چې د پاکستان سره یو ځای د ترهگرۍ د ختمولو لپاره کار وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د یو نوي دور د پیلیدو په لړ کې کوښښونه شروع شویدي. د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر باجوه افغانستان ته سفر او د پاکستان د بهرنو چارو د وزیر امریکا ته سفر د دغې کړۍ برخه ده. د امریکا د بهرنوچارو وزیر ریکس ټیلرسن هم اراده لري چې پاکستان ته سفر وکړي.

د هند سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو په هکله سفیر محب وویل چې "پاکستان باید اندیښمن نشي بلکه هیڅ څوک هم باید اندیښمن نشي. مونږ غواړو چې د گاونډي ملکونو تر منځ د پله په حیث کار وکړو. هند د افغانستان سره مرسته کوي."

ښاغلي محب د امریکا په هکله وویل چې امریکا کوښښ کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ گټورې خبری وشي. مسلې په دپلوماتیکه توگه حل شي. خو هغه زیاته کړه چې امریکا د نورو ملکونو سره خپل تعلقات هم لري. محب وویل چې "زمونږ په سیمه کې ترهگری تر ټولو لویه ستونزه ده او افغانستان په دې لړ کې د امریکا په پوځي او دپلوماتیکي کوښښونو باندې اتکا کوي چې دغه مسله حل شي."

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر ځلمي خلیلزاد امریکا غږ ته وویل

"امریکا او افغانستان هیله لري چې د پاکستان په پالیسۍ کې تغیر راشي. او په دغه ملک کې د ترهگرو پناهځایونه ختم شي. پاکستان باید دغې ته د شتمنیو په نظر ونه گوري بلکه دغه بار وگڼي. کله چې زه سفیر وومه نو پاکستان به په خپل ملک کې د ترهگرو شتون نه منو."

خلیلزاد زیاته کړه چې دا کومه پټه خبره نه ده چې پاکستان د حقاني او د نورو ترهگرو ډلو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف تیره اونۍ په نیویارک کې یوې غونډې ته د وینا په مهال ومنله چې د حقاني شبکه او داسې نورې ځینې ترهگرې ډلې په پاکستان کې موجودي دي او په پاکستان بار دي خو د ختمولو لپاره یې وخت ته ضرورت لري.

ځلمي خلیلزاد وویل چې د مسلو د حل لپاره د دواړو ملکونو تر منځ باور ته ضرورت دی. د دواړو ملکونو ترمنځ د بې باورۍ په مسله ځلمي خلیلزاد وویل"دواړه ملکونه په یو بل باور نه کوي خو لارې چارې لټوي چې څنگه په یو بل باور وشي. د مشرانو د یو بل ملک ته سفرونه هم ښه دي خو د عمل وخت رارسیدلی دی او عملي اقداماتو ته ضرورت دی."

خلیلزاد زیاته کړه "مونږ دا ډول اشارې مخکې هم لیدلي دي خو اوس ښه خبره دا ده چې په اسلام اباد کې هم خلک شعارونه لگوي چې دا مسبله حل کړئ."

په پاکستان کې دننه د پوځ او د حکومتي سیاسي گوند تر منځ هم په دې خبره تعلقات خراب شویدي چې حکومتي گوند غواړي نور د گاونډی ملکونو سره تعلقات ښه شي.
کارپوهان پدی نظر دي چې د دواړو خواوو د اړیکو ښه کولو لپاره دا ضروري ده چې د خبرو پروسه جاري وساتل شي. د پاکستان د پوځ مشر باجوه افغان ولسمشر اشرف غني ته پاکستان ته د سفر بلنه هم ورکړیده چې ځېنې سرچینې وایي کیدی شي غني یې ومني. تر اوسه لا دا نده معلومه چې ولسمشر غني به پاکستان ته ولاړ شي او کنه.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG