د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په لومړي ځل کرکټ کې د ټسټ لوبه وګټله


افغانستان په کرکټ کې خپله لومړنۍ لوبه پر هند بایللې وه خو دویم یې له ایرلنډ څخه وګټله
افغانستان په کرکټ کې خپله لومړنۍ لوبه پر هند بایللې وه خو دویم یې له ایرلنډ څخه وګټله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه د ۷ ویکټو په توپیر ټېسټ لوبه وګټله.

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ ټسټ لوبه د تېرې جمعې په ورځ «د مارچ ۱۵» نېټه د هندوستان په دهرادون ښار کې پیل شوې وه چې افغان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر نن دوشنبه د مارچ پر ۱۸مه نېټه خپله لومړۍ ټیسټ لوبه وګټله.

ایرلنډ په خپلې اولې پاڼۍ کې ۱۷۲ منډې وکړې چې افغانستان یې په ځواب کې ۳۱۴ منډې وکړې. په دویمې پاڼۍ کې د ایرلنډ ټول لوبغاړي په ۲۸۸ منډو وسوځېدل او په دې حساب افغانستان ته یې د ۱۴۷ منډو هدف ټاکه.

د ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځيدو سره ترلاسه کړ او په دې سره یې لومړنۍ ټیسټ لوبه وګټله.

افغانستان خپله لومړۍ ټسټ لوبه وګټله
افغانستان خپله لومړۍ ټسټ لوبه وګټله

افغان لوبغاړی محمد شهزاد په وروستۍ پاڼۍ کې په ۲ منډو، محمد نبي په یوې منډې او رحمت شاه په ۷۶ منډو کولو سره وسوځېدل.

احسان الله جنت په ۶۵ او حشمت الله شهیدي په څلورو منډو کولو سره ناټ اوټ پاتې شول او لوبه یې وګټله.

راشد خان، لومړی افغان چې ټسټ لوبه کې پنځه لوبغاړي سوځوي

افغانستان په لومړي ځل د ټسټ لوبې کوربه دی

اصغر افغان په یوې ورځنیو لوبو کې ۲۰۰۰ منډې پوره کړې

د کرکټ د نړیوالې شورا د راپور له‌مخې رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ کې د ۹۸ او په دویمه پاڼۍ کې د ۷۴ منډو په تر لاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

احسان جنت هم څلورم افغان لوبغاړی شو چې د ټیسټ کرکټ نیمه سلیزه یې تر لاسه کړه.

دا د احسان الله جنت لومړنۍ ټیسټ لوبه ده او د ۱۰۸ توپونو په لوبولو یې ۵۰ منډې ترلاسه کړې چې دوه شپږیزې او ۶ څلوریزې یې په پاڼۍ کې شاملې شوې.

راشد خان لومړی افغان لوبغاړی شو چې په ټسټ لوبو کې یې په اول ځل پنځه ویکټې واخیستلې.

نوموړي تېره ورځ په یو ویډیويي پیغام کې وویل:

وروسته تر دې چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شوار بشپړ غړیتوب واخیست، دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ د ټیسټ کوربه دی.

افغانستان د ټیسټ لومړنۍ نړیواله لوبه د هند سره وکړله او دا یې د ټیسټ دویمه نړیواله لوبه ده.

تر دې مخکې افغانستان له ایرلنډ څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټلې وه او د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ یې مساوي کړې وه.

XS
SM
MD
LG