د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په وړاندې ننګونه؛ د داعش او نورو جهادي ډلو پیاوړي کیدل


له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته، طالبانو ډاډ څرګند کړ چې دوی په افغانستان کې داعش ته د ماتې ورکولو وړتیا لري.

د کابل په هوایي ډګر د تیرې اونۍ برید وروسته چې په کې څه دپاسه ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شول، د طالبانو یو قوماندان په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دې ډلې هماغسې چې ناټو له افغانستان څخه وتلو ته اړ کړه د داعش په ګډون خپل سیالان به وځپي.

ځینې شنونکي وړاندوینه کوي چې د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې سره د طالبانو جګړه به یو لړ بې رحمه او افراطي وسله والې ډلې د طالبانو په وړاندې جګړې ته راولي.

حتی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو دمخه، طالبانو د کابل او نورو ولایتونو تر نیولو وروسته، د داعش د خراسان څانګې یو شمیر لوړ پوړي قوماندانان اعدام کړل چې د محمد اشرف په مشرۍ د حکومت له خوا زنداني شوي وو چې د داعش پخوانی لوړپوړی قوماندان مولوي ضیاالحق په کې شامل و.

خپلواک تحلیل کونکي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه څیړي وایي، د داعش خراسان څانګه د طالبانو لپاره سرخوږی کیدی شي او د ځواک پیاوړتیا یې او د ملي حکومت رامینځته کولو لپاره د دې ډلې هڅې ننګولی شي.

په واشنګټن ډي سي کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز څیړونکی انتوني کورډسمن وايي چې طالبان د داعش د خراسان څانګې له ګواښ سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو د قوماندان پخواني سلاکار سیت جونز وایي چې د داعش خراسان څانګه، چې د متحده ایالاتو او افغان هوایی بریدونو له امله سخته کمزورې شوې او د جنګیالیو شمیر یې له ۶۰۰۰ څخه ۲۰۰۰ ته راټیټ شوی ، اوس د "بیا راټوکیدو لپاره زیات فرصتونه" لري.

د داعش خراسان څانګه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې په افغانستان کې راڅرګنده شوه او د هغې ډیر جنګیالي پاکستاني افراطیان وو. دې ډلې په افغانستان کې مرګوني ځانمرګي بریدونه ترسره کړل، چې ډیر یې د کابل په شیعه میشته سیمو او نورو ولایتونو کې په جوماتونو، تکیه خانو، تعلیمي او روغتیايي مرکزونو ترسره شوي دي.

د کابل په هوایي ډګر د داعش وروستي برید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام لپاره د دې ډلې ظرفیت روښانه کړ.

عبدالرووف علیزی ، چې تر ۲۰۱۴ پورې د طالبانو قوماندان و او په همدغه کال یې دا ډله پریښوده، د داعش د خراسان څانګې له بنسټ ایښودونکو څخه شمیرل کیږي. علیزی د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

شهاب المهاجر، په افغانستان کې د داعش افراطیانو اوسنی قوماندان هم د طالبانو یو پخوانی لوړ پوړی قوماندان و. المهاجر چې له القاعده سره یې هم کار کړی د یو شمیر لویدیځو چارواکو په وینا د حقاني شبکې له مشرانو سره نږدې اړیکې لري. حقاني شبکه د طالبانو اصلي څانګه ده چې اوس د کابل د امنیت مسؤلیت په غاړه لري.

د حقاني شبکې سره د داعش اړیکو ته په اشارې، د امریکا د استخباراتو پخوانی مامور او اوس په هډسن انسټیټیوټ کې تحلیل کونکی مایکل پرګینټ استدلال کوي چې د کابل په هوایی ډګر د تیرې اونۍ د داعش برید ممکن د طالبانو په ملګرتیا شوی وي ځکه چې د هغه په وینا ځانمرګی بریدګر توانیدلی و چې د طالبانو د څو تالاشیو څخه تیر شي او د هوایی ډګر داخلي دروازې ته ورسیږي.

په هرصورت، د طالبانو ډلې د کابل په هوایی ډګر د داعش برید غندلی او دا یې "په افغان خاوره ښکاره برید" بللی دی.

پداسې حال کې چې شهاب المهاجر په افغانستان کې د داعش لپاره په جلب او جذب او د داعش د نفوذ د ساحې په پراخولو بوخت دی، د القاعده په ګډون ځینې افراطي ډلې په دې بحث کوي چې څنګه خپل تمرکز له سوریې څخه افغانستان ته واړوي.

ملګرو ملتونو تیر کال راپور ورکړ چې المهاجر هڅه کړې چې د طالبانو او نورو افراطي ډلو څخه ناراضه جنګیالي داعش ته جذب کړي. شنونکي وايي چې اوس د طالبانو له خوا هر ډول ناسم کار او د دې ډلې د قوماندانانو ترمنځ سیمه ایزې شخړې د داعش خراسان څانګې ته ګټه رسولی شي.

له بلې خوا ، که طالبان د بهرنیو مرستو د راجلبولو په خاطر د خپل پخواني حاکمیت په پرتله معتدل او موقف غوره کړي لکه څنګه چې د ډلې ځینې مشرانو په ښکاره ویلي په افغانستان کې د غیر دولتي موسسو ځینې کارمندان پدې باور دي چې دا عمل به د طالبانو د افراطي عناصرو ترمنځ د ناخوښۍ لامل شي او د داعش خراسان څانګې ته به د هغوی د تمایل سبب شي.

د اروپا د یو غیر دولتي سازمان رئیس چې نه يط غوښتل نوم یې یاد شي د امریکا غږ سره په خبرو کې په افغانستان کې جغرافیایي تفاوتونو ته په اشارې وویل: "په جنوب کې، هیچا موږ ته اجازه نه ده راکړې چې زمونږ نارینه او ښځینه کارکوونکي کار پیل کړي. هغوی موږ ته وویل نارینه کارمندان کولی شي کار پیل کړي، مګر ښځې نشي کولی."

له بلې خوا ، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خواړو کمښت او د پراخې بیکارۍ کړکیچ به د دې لامل شي چې د داعش خراسان څانګه له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي او بې وزله افغانان استخدام کړي.

ځینې لویدیځ امنیتي چارواکي وايي چې په افغانستان کې څو توکميز جوړښت داعش ته لاره هواروي چې د سوریې او عراق په څیر قومي او فرقوي تاوتریخوالي ته وده ورکړي، په ځانګړي توګه د شیعه مسلمانانو پر وړاندې چې د سوریې او عراق څخه نیولې تر پاکستان او افغانستان پورې ددې ډلې د تاوتریخوالي قرباني شوي.

XS
SM
MD
LG