د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست د داعش د تحرکاتو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال کنت مک کنزي وروستۍ څرګندونې رد کړې.
جنرال مک کنزي پرون جمعه د یو ویډیويي کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې داعش ډله په افغانستان کې د نویو جنګیالیو په جلب او جذب لګیا ده.
د دغه امریکايي جنرال په وینا پر افغانستان د طالبانو له واکمن کیدو او د بګرام او پلچرخي زندانونو له ماتېدو وروسته، د داعش جنګیالیو خوشې کول، داعش ډلې ته لا قوت او ځواک ورکړی دی.
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان زیاته کړې چې لا هم څو زره داعش جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي چې پر متحدو ایالاتو برید وکړي.
خو د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه د امریکايي جنرال مک کنزي وروستۍ څرګندونې سختې رد کړي او هغه یې «یو ډول استخباراتي پروپاګند او د داعش ډلې لپاره یې یو ډول کمپاین» بللی دی.
دغه ریاست نن یکشنبه مارچ ۲۰ (کب ۲۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې دا ډله"یوه استخباراتي پروژه وه" او د طالبانو په ادعا د دوی د حکومت په راتګ سره، "ختمه شوه". په دغې اعلامیې کې راغلي: " موږ خپل ملت، ګاونډ او نړۍ ته ډاډ ورکوو، چې خوارج [داعش] نور په افغانستان کې کومه د اندیښنې وړ موضوع نه ده."
پر همدې مهال جنرال مک کنزي ویلي چې د پسرلي له پیل کېدو سره ښايي داعش ډله په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي، خو په وینا یې طالبان هڅه کوي چې د داعش ډلې عملیات محدود کړي.
د متحده ایالاتو استخباراتو او څو نورو هیوادونو ګواښ کړی چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د داعش ډلې شمېر نسبت تیر کال ته دوه برابره شوی او اوس مهال د هغوی شمېر ۴۰۰۰ کسانو ته رسیږي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د دوی د ارزونې له مخې داعش ډله له دولسو څخه تر اتلسو میاشتو وخت ته اړتیا لري چې د بهرنیو بریدونو وړتیا پیدا کړي، او داعش ډله غواړي چې په متحدو ایالتو برید وکړي، خو دا به سخته وي چې دا برید ترسره کړي.