د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د داعش هغه غړي یې نیولي چې د عاشورا په مراسمو یې د برید پلان لره  


د ایران پولیس
د ایران پولیس

د ایران د استخباراتو وزارت وايي د داعش ډلې هغه لس غړي یې نیولي دي چې د دغه وزارت په ادعا پلان یې لره د عاشورا په مراسمو بریدونه وکړي.

وايي دغو کسانو په خپلو کې سره د داعش په ځای بل نوم کاروه او «استول شوي وو چې د عاشورا مراسمو د ګډونوالو په منځ کې یو لړ بریدونه» وکړي.

چارواکي وايي‌ چې د ایران دوه استخباراتي ماموران له بریدګرو سره د ډزو په تبادلې کې ژوبل شوي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت ادعا کوي چې دا کسان له عراق او ترکیې څخه ایران ته داخل شوي وو او په تېرو دریو ورځو کې نیول شوي دي.

د ایران د دولتي‌ تلویزون په راپور کې ښودل کېږي چې د نیول شویو کسانو څخه ځینې نښه ویشتونکي وسلې، چاقوګان، تیلیفونونه او لیپ ټاپ کمپیوټرونه هم اخیستل شوي دي.

په راپور کې یو نیول شوی کس هم ښودل کېږي چې سترګې یې تړل شوي دي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور په اساس، ایراني چارواکو د اسرائیل دولت تورن کړی چې دا کار یې پلان کړی و، خو د اسرائیل حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم په ایران کې ځینې بریدونه شوي دي او د داعش ډلې یې مسئولیت منلی دی. په ایران کې د عاشورا مراسم په لویه کچه لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG