د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان څلور پولیس افسران د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې وژل شوي


پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري ۱۰) تائید کړه چې د اروپکو په دوو بریدونو کې د هغه هیواد څلور پولیس افسران وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي په لومړي برید کې پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا د لکي مروت په سیمه کې سهار وختي د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې شپږ پولیس یې ټپیان کړل.

خو څلور پولیس افسران وروسته له هغه ووژل شول چې د ملاتړو ځواکونو موټر د سړک د غاړي په ماین وربرابر شو.

د اشفاق خان په نامه د پولیسو یو سیمه ایز افسر ویلي په لکي مروت کې د پولیسو پر مرکز د شکمنو برید کوونکو اورپکو د موندلو عملیات روان دي.

پاکستاني طالبانو یا ټپي ټي پي د دواړو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو څخه یو جلا ډله ده خو په خپلو کې اړیکي سره لري.

پاکستاني طالبانو وروسته له هغه په پاکستان او په خاص ډول د هغه هیواد پر پوځیانو خپل بریدونه زیات کړل چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې یې د هغه هیواد له حکومت سره خپل اوربند، چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب شوی و، پای ته ورساوه.

له دې مخکې د خیبرپوښتونخوا پولیسو ویلي وو چې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹۶ ترهګر او ۱۱۸ پولیس منسوبین په وسله والو نښتو کې وژل شوي او ۱۱۷ نور په دې نښتو کې ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG