د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې معترضو ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبانو سره تعامل ختم کړي


کابل کې د بندو دروازو شاته د معترضو ښځو د یوې ډلې اعتراضي غونډه
کابل کې د بندو دروازو شاته د معترضو ښځو د یوې ډلې اعتراضي غونډه

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت د شبکې یو شمیر غړو کابل کې په یوه غونډه کې له ملګرو ملتونو ځخه غوښتي دي چې باید له طالبانو سره خپل تعامل پای ته ورسوي.

د لسو په شاوخوا کې دغو معترضو ښځو د دوشنبې د ورځې ناوخته مۍ۱۵(ثور۲۵) کابل کې د امنیتي ستونزو او د طالبانو له ویرې د بندو دروازو شاته یوه غونډه جوړه کړې وه.

د اعتراض کوونکو ښځو په دې غونډه کې "عدالت عدالت خسته‌ایم از امارت" او "طالبان په رسمیت ونه پيژنئ" شعارونه ورکړل شوي. دغې شبکې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي‌ چې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د تمې په خلاف طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي.

په اعلامیې کې ویل شوي، چې د افغانستان خلکو تمه لرله چې په " افغانستان کې شتو ستونزو او د طالبانو له خوا په تیرو ۲۲ میاشتو کې پر خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې جنایاتو" ته په کتوب به ملګري ملتونه قاطع او کلک اقدامات کوي.

دا شبکه وايي چې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې باید د نړیوالو قوانینو له مخې طالبان د ټولو امکاناتو څخه محروم کړي وای او ورسره یې سیاسي تعاملات بند کړي وای، خو د اعلامیې له مخې داسې ونه شو.

ملګروملتونو د مۍ په پنځمه (ثور۱۵) په یوه اعلامیه کې وویل: " لکه څنګه، چې د ملګروملتونو عمومي منشي په دوحه کې اعلان وکړ، مونږ باید پر خپل هدف، چې د افغانستان له خلکو ته ملاتړ دی همداسې پابند پاتې شو. د ستونزو سره سره مونږ د تعامل څخه لاس نشو اخیستلی."

دغو ښځو ویلي: " ملګري ملتونه باید طالبانو سره خپلو ړیکو ته د پای ټکی کیږدي او له دې څخه زیات دې د افغانستان د خلکو شعور ته له سپکاوي لاس واخلي. د افغانستان خلک هیڅکله د طالبانو تروریستي ډله په رسمیت نه پیژني."

دغې شبکې افغانستان ته د ملګروملتونو له خوا د نغدو پیسو انتقال یادونه همکړې او ویلي دي، چې دا د نړیوالې ټولنې دوه ګونی چلند او د طالبانو قوي کیدل ښيي، چې ددغې ډلې د لا زړورتیا سبب شوی دی.

د معترضو ښځودغې شبکې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څلور ورځې دمخه د ملګروملتونو د امنیت شورا د کارپوهانو یوې ډلې د طالبانو د سترې محکمې له خوا د سنګسار او تر دیوال لاندې کولو په ګډون د فزیکي سزاګانو د وروستي تصویب د اعلان په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په اعلامیه کې ویل شوي، چې ددغې شورا کارپوهانو ددغسې "وحشیانه او انساني کرامت لیرې" سزاګانو پر بڼې باندې ټکان خوړلی او په ډیرې اندیښنې سره دې ته په پاملرنې، چې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې په ژور ډول تبعیض شته دی ددې امکان خورا زیات دی، چې سړو ته د ځانګړي شوي عدالت له مخې به ډیرې ښځې سنګسار شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبان ادعا کوي، چې د ښځو حقونو ته درناوي لري او د بندو ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو لپاره کار روان دی، خو تراوسه په دې برخه کې هیڅ کوم پرمختګ نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG