یو شمېر ایراني وګړو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ایران د رهبر، علي خامنه ای، مړینه لمانځلې ده. خامنه ای د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸) د متحدو ایالتونو او اسرائیل په ګډ هوایي بریدونو کې ووژل شو.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د علي خامنه ای وژل کېدل اعلان کړ.
د امریکا پوځ: درې امریکایي سرتېري وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي
د امریکا پوځ وايي چې په ایران کې «د حماسي غضب د عملیاتو » په ترڅ کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام (CENTCOM) په یوه اعلامیه کې ویلي چې څو نور سرتېري ټپیان شوي خو اوس، بېرته دندې ته د ستنېدو په حال کې دي.
د سنټکام په خبرپاڼه کې راغلي: «ستر پوځي عملیات دوام لري او زموږ د غبرګون هڅې روانې دي.»
په اسرائیل او متحده عربي اماراتو د ایران د توغندیو د بریدونو دویمه ورځ
د ایران رژیم د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره پر اسرائیل او متحده عربي اماراتو د توغندیو او ډرون بریدونو ته دوام ورکړ. په دې بریدونو کې یو توغندی چې پر اسرائیل ولګېد، نهه ملکي وګړي پکې ووژل شول، چې تر دې دمه د سیمې د روانې شخړې تر ټولو مرګونی ایراني برید بلل کېږي.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د ایران له خوا یو توغندی د اسرائیل د مرکزي ښار بیت شمش په یو پناه ځای ولګېد. لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول او څه باندې شل تنه نور ټپیان شول، د توغندي د لګیدو له امله دغه پناه ځای او څو نږدې کورونه ویجاړ شول.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته وروسته له دې چې د علي خامنهاي د وژل کیدو خبر تائيد شو، د ايران د رژيم پوځي ځواکونه وګواښل چې که هر ډول بريد ترسره کړي، نو د امريکا د متحده ايالتونو له لوري به له لا ډېر سخت ځواب سره مخ شي.
ولسمشر ټرمپ د «ټروت سوشيل» په ټولنيزه شبکه کې په خپل پيغام کې وليکل:
«ايران تازه اعلان کړی چې نن به ډېر سخت بريد ترسره کړي، تر بل هر وخت سخت. خو غوره دا ده چې داسې کار ونه کړي، ځکه که دا کار وکړي، موږ به په د داسې قوت سره ځواب ورکړو چې تر دې مخکې هېڅکله نه دی ليدل شوی.»