د لاس رسي وړ اتصالات

محب پر سوله او امنیتي مسایلو د بحث لپاره پاکستان ته ځي


ټاکل شوې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب پر دوه اړخیزو مسایلو د بحث لپاره راتلونکې سې شنبه پاکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ د«غبرګولې پر۵مه» پر خپل ټوېټر ویلي چې افغان پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې، له تروريزم سره پر مبارزې او امنیتي مسایلو خبرې وکړي.

ښاغلي ارین ویلي چې دغه سفر د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه به بلنه تر سره کېږي.

د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي مسایلو په اړه ورته د لوړې کچې خبرې د تېر ۲۰۱۸ کال په نومبر کې په اسلام اباد کې تر سره شوي وې.

پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې هم د سرچینو په حواله ویلي، چې په یادو امنیتي خبرو کې به د حمد الله محب ترڅنګ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم ګډون ولري.

دغه ورځپاڼې ویلي، چې افغان امنیتي پلاوی به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د تروریزم په وړاندې د مبارزې، امنیتي مسایلو او سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.

یاد افغان پلاوی پر داسې مهال پر یو لړ مسایلو د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي، چې ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په راتلونکې جون میاشت کې د دغه هېواد د صدراعظم په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.

ډیلي ټایمز د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې افغان امنیتي پلاوی به له پاکستانیو چارواکو سره دغه هېواد ته د ولسمشر غني د سفر په اړه هم خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پنځه کاري کمېټې رامنځته شوې، چې سیاسي او ډیپلوماټیکه، د کډوالو چارو، نظامي، امنیتي او اقتصادي کمېټې پکښي شاملې دي چې د دواړو خواو څخه لوړپوړي چارواکي یې مشري کوي.

افغان چارواکو تل له پاکستان څخه د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

افغان امنیتي پلاوی پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې په دې وروستیو کې ترینګلي شوي دي.

XS
SM
MD
LG