د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د دیني عالمانو پلاوي له طالبانو سره پر 'فرضي کرښه' د ستونزو په اړه خبرې کړي


د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند له چمن سره پر پوله تر وروستیو نښتو وروسته د پاکستان د چمن سیمې د دیني عالمانو او سوداګرو یو پلاوی پر «فرضي کرښه» د ستونزو په اړه د خبرو لپاره کندهار ولایت ته تللی دی.

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو والي ویاند حاجي زید نن سې شنبه ډسمبر ۲۰ (لېندۍ ۲۹) امریکا غږ ته په لېږلې اعلامیې کې ویلي چې د «اسلامي امارت» او پاکستان پلاوي له چمن سره پر پوله د وروستي تاوتریخوالي په اړه خبرې کړي دي.

د اعلامیې له مخې په دغه غونډه کې چې پرون دوشنبه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې تر سره شوې، پاکستاني پلاوي له چمن سره پر ګډه کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

په یاده اعلامیه کې د طالبانو حکومت د پلاوي له قوله ویل شوي: "موږ دا غواړو، چي دواړه اړخونه مسلمان ملت او ټبر داسي ژوند وکړي، لکه وروڼه؛ چي نه بېلیدونکي اړیکي سره لري، موږ همېشه د خبرو د لاري د مشکل د حل غوښتونکي یو، زموږ ځواکونو د خاوري څخه د دفاع په خاطر اقدامات کړي دي."

د بیان له مخې پاکستاني پلاوي ویلي چې یاده مسله به د پاکستان له حکومت سره په «جدیت» شریکه کړي.

د پاکستان د دیني علماو، قومي مشرانو او سوداګرو پلاوی پر داسې مهال له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کندهار ته تللی چې روانه ډسمبر میاشت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند «شېرو اوبو» سیمه کې له چمن سره پر پوله د طالب او پاکستاني سرتیرو ترمنځ په تیرو څو ورځو کې دوه ځله د نښتو راپورونه ورکړل شول.

ویل کیږي چې طالب سرتیرو د «شېرو اوبو» سیمه کې امنیتي پوستې جوړولې چې پاکستاني سرتیرو پرې ډزې کړي او نښته رامنځته شوه.

د پاکستان حکومت روانه میاشت وویل چې د ډسمبر پر ۱۲مه له چمن سره پر پوله د طالب پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې شپږ پاکستانيان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي و. پاکستان د طالبانو له حکومت څخه د یادو نښتو د بندېدو غوښتنه کړې وه.

په کندهار ولایت کې د طالبانو والي ویاند حاجي زید هغه مهال ویلي و چې د پاکستاني سرتیرو په ډزو کې یو طالب سرتیری وژل شوی او لس نور طالب سرتیري او درې عام وګړي ټپیان شوي و.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت د یادو نښتو پړه پر پاکستاني سرتیرو اچولې وه او ویلي و چې پاکستاني سرتیرو پر سپین بولدک ولسوالۍ د توغندیو په توغولو جګړې ته لار هواره کړې وه.

د طالبانو دفاع وزارت هغه مهال ویلي و چې منفي کړنې او د جګړې لپاره بهانې جوړول د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

ویل کیږي چې د سپین بولدک او چمن سره پر کرښه د وروستي تاوتریخوالي له امله د ځاني زیان ترڅنګ عامو خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم رسېدلي و.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره نومبر میاشت کې پر پاکستاني سرتیرو د ډزو له امله د سپین بولدک ـ چمن دروازه د یوې اونۍ لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه چې له امله یې د دواړو لورو سوداګرو ته په میلیونونو ډالر زیان رسېدلی و.

XS
SM
MD
LG