د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله له امریکا او طالبانو وغوښتل خپلې ژمنې عملي کړي


اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې د هوکړې د نهايي کېدو په اړه تر څرګندونو وروسته د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم وايي چې د دغو دواړو غاړو ترمنځ د هوکړې مسوده نهايي شوې ده.

عبدالله عبدالله نن دوشنبه «سلواغې۲۸مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د سولې اړوند ګټور ګامونه پورته شوي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامه نهايي شوې ده.

هغه وویل:"له نېکمرغه په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې د سولې رامنځته کېدو لپاره مثبت ګامونه پورته شوي دي، د هغې له جملې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ توافقنامه نهايي شوې ده."

نوموړي زیاته کړه چې یاده توافقنامه د اوو ورځو لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو په شرط لاسلیک کیږي چې ورسره به دایمي اوربند، بین الافغاني مذاکراتو او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو زمینه برابره شي.

ښاغلي عبدالله همدارنګه وویل چې افغانان د تاوتریخوالي کمولو په اړه د یادې توافقنامې د نهايي کېدو هر کلی کوي.

هغه له دواړو غاړو«امریکا او طالبانو» څخه وغوښتل چې د یادې توافقنامې له مخې خپلې ژمنې عملي کړي: "البته دواړو لورو ته لازمه ده چې دغه وخت مراعت کړي،هغه څه چې دوی ورباندې بحث کړی دی."

نوموړي زیاته کړه چې دا د کار د پای ته رسېدو په مانا نه دی بلکې د یو نوي فصل پیلېدل یې وبلل.

عبدالله عبدالله د تاوتریخوالي کمېدو ته په اشارې له افغان امنیتي او دفاعي ارګانونو څخه غوښتل چې په دغه برخه کې خپل نیت ثابت کړي: "یو ځل بیا غواړم و وایم، په عمومي ډول د ملکي تلفاتو په مخنیوي کي او دوهم کله چې د تاوتریخوالي پر جزئیاتو باندې کار کیږي او دا چې زموږ په وس او توان کې څه دي په دې اړه خپل وس، نیت او اراده ثابته کړو چې موږ سولې ته ژمن یو، موږ په ټولو سطحو کې دا یو مهمه مسله ده."

تر دې مخکې اسوشیتدپرس د یو امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو په اړه د طالبانو د ۷-ورځني وړاندیز سره موافقه کړې ده چې ژر به عملي شي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم تېره چهارشنبه د بلجیم پایتخت بروکسل کې یو کنفرانس ته وویل چې د تاوتریخوالي د کمیدو وړاندیز د مېز پر سر پروت دی.

که څه هم دواړو لورو په رسمي ډول د یادې توافقنامې د لاسلیک د نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو داسې ویل کېږي چې ټاکل شوې د روانې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG