د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو په اړه د طالبانو ګواښ ته د ځینو نوماندانو غبرګون


د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمیر ټاکنیز ټیمونه وايي د طالبانو ګواښونه ټاکنې ځنډولی نه شي
د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمیر ټاکنیز ټیمونه وايي د طالبانو ګواښونه ټاکنې ځنډولی نه شي

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره یو شمیر نوماندان وايي چې د طالبانو د ګواښونو سره سره ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکوي.

دوی وايي چې پخوا هم طالبانو ګواښ کاوه، خو خلکو بیا هم په ټاکنو کې برخه واخیسته.

دوه ورځې مخکې طالبانو اعلان وکړ چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر روانو ټاکنیزو غونډو برید کوي او خلکو ته یې ویلي چې ځان وساتي.

ددغه ګواښ په غبرګون کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیمونه وايي چې دوی به خپلو ټاکنیزو غونډو او کمپاینونو ته دوام ورکړي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم یو ویاند جاوید فیصل وايي چې پخوا هم طالبانو ګواښ کړی، خو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی وو.

فیصل وايي "د افغانستان خلکو همیشه د تروریستانو او د هغوی اوامرو ته نه ویلې ده، دا ځل به هم خلک راوځي او په ټاکنو کې به ګډون کوي، او د خپلې آیندې لپاره به په خپله تصمیم نیسي، موږ د طالبانو زور او تنګو نظریاتو ته نه تسلیمیږو پر ضد یې مبارزه کوو او ټاکنو ته دوام ورکوو".

د ولسمشرۍ یو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي ‌که څه هم د ټاکنو برخلیک نه دی معلوم خو دوی خپلو ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکوي.

د ولسمشرۍ د یو شمیر معترضو نوماندانو شورا وايي چې دوی په خپلو غونډو کې د کمپاین پر ځای د سولې خبرې کوي، د ولسمشرۍ نوماند شهاب حکیمي وايي دوی ته تر ټاکنو سوله لومړیتوب لري.

افغان حکومت وايي ‌د ټاکنو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.

د طالبانو ګواښونو سره سره د ټاکنیزو مبارزو دوام
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د طالبانو د خبرادري په غبرګون کې وايي چې افغانان د جګړې نه بلکې د ډیموکراټیکو لارو د واک لیږد غواړي، دغه کمیسیون وايي‌ چې د سپټمبر د ۲۸ مې ټاکنو ته یې پوره چمتووالی نیولی.

XS
SM
MD
LG