د لاس رسي وړ اتصالات

 بلوچستان کې چاودنې درې تنه وژلي او لسګونه نور ژوبل کړي  


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چارواکي وایي یوې چاودنې لږ تر لږه درې تنه وژلي‌ او څه باندې ۲۰ نور کسان یې ژوبل کړي دي.

چاودنه نن سه شبنه مارچ اتمه (کب۱۷) د بلوچستان د «سبي يا سيوۍ» په سیمه کې شوې ده. یو پولیس چارواکي د امریکا غږ ډیوې څانګې ته دا مرګ ژوبله تائید کړې ده.

راپورونه وایي چې تر چاودنې لږه شېبه مخکې د پاکستان ولسمشر عارف علوي‌ او ورسره مل نور چارواکي له دغې سیمې څخه تېر شوی و.

چاروکي وايي په ټپیانو کې ډیری یې امنیتي ‌ځواکونه دي. تر دې دمه کومې ډلې یا شخص د دغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی او چارواکي هم نه وايي چې د دغې چاودنې مشخص هدف څوک و.

د بلوچستان په دغې سیمه کې هر کال د «سبي» په نامه یوه دودیزه میله کېږي او د سږنۍ پنځه ورځنۍ میلې د اختتام مراسمو ته د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم بلل شوی و.

د بلوچستان وزیراعلی میر عبدالقدوس دا برید د پرمختګ او «ترقۍ ضد» افرادو کار او دسیسه بللې ده،‌ خو هغه نه دي‌ ویلي چې دا خلک څوک دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د ۲۰۲۲ د پیل راهېسې تر دې دمه شاوخوا ۲۷ بمي چاودنې او هدفي بریدونه شوي چې د امریکا غږ د ډیوې څانګې د راپور په اساس په دغو پېښو کې لږ تر لږه ۸۶ تنه وژل شوي چې ۳۰ د پاکستان امنیتي ځواکونه دي.

همدغه راز په دغو پېښو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي دي. دغلته د اکثریت بریدونو مسئولیت بلوڅ بیلتون غوښتونکي مني.

XS
SM
MD
LG