د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مخالفو څېرو په افغانستان کې د 'انتقالي حکومت' پر جوړېدو ټینګار وکړ 


عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم او محمد محقیق
عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم او محمد محقیق

د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» یو شمېر غړو د ۱۴۰۲ لمریز کال په درشل کې یوه نوې طرحه وړاندې کړې چې بنسټیز هدفونه یې له طالبانو سره خبرې اترې، د مشخصو دندو سره د دوه کلن انتقالي حکومت رامنځته کول، د نوی اساسي قانون تصویب او بالاخره په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کیدل په کې شامل دي. دغې شورا په بهر کې د خپل رسمي سیاسي دفتر پر پرانیستلو هم ټینګار کړی دی.

د دغې شورا د «له بحران څخه د هېواد د ژغورلو» تر نامه لاندې طرحې کې ادعا شوې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د «د ځانګړو بهرنیو کړیو په همکارۍ د پټې دسیسې» له مخې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، خو دا ندي په ډاګه شوي چې دا ځانګړې بهرنۍ حلقې، څوک دي.

دغې شورا همدا راز طالبان په «تاوتریخوالی، برتري غوښتنې، قومي، مذهبي او سیاسي تصفیې» تورن کړي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له خپلو «خورا لومړنیو اساسي حقونو» بې برخې دي چې پکې د تعلیم او کار له حق څخه هم محرومې شوي دي. د دې شورا غړو دا هم ویلي، چې طالبانو اساسي قانون او نور قوانین لغوه کړي او ځای یې «د طالبانو صحرایي او سلیقوي محکمو» نیولی دی.

د دغه طرحې له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته «افغانستان په عمل کې د ترورېزم په خوندي پټنځای اوښتی او د سخت دریځو د راټولیدو ځای شوی دی، چې نه یوازې افغانستان ته ګواښ پېښوي، بلکې سیمې، ګاونډیو هېوادونو او نړي ته یې هم نوې جدي ننګونې رامنځته کړي دي.

د افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت د شورا د ویاندویانو د ډلې غړي، سید ذبیح الله مهدیار امریکا غږ ته وویل: «دا طرحه د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت د شورا له خوا له نړیوالې ټولنې، د سیمې له هېوادونو او طالبانو سره د د خبرو اترو په هدف جوړه او اعلان شوې ده. ددې طرحې افق او کړنلاره د خبرو له لارې د اوسني کړکېچ څخه وتل دي.»

د هغه په وينا، دغې شورا د دغه پلان د پلي کېدو لپاره څلور پړاوونه په پام کې نيولي دي: لومړى پړاو د مذاکرې لپاره د زمينې او د لازمو تياريو چمتو کول دي؛ دویم پړاو، خبرې اترې او نتیجې ته رسیدل دي؛ دریمه مرحله د غیر متمرکزې پارلماني ډموکراسۍ د ماډل په اساس د انتقالي حکومت جوړول دي، او څلورم پړاو د اساسي قانون جوړول او تصویب او د معیاري ټاکنو ترسره کول او د منتخب دولت جوړیدل دي.


پر طالبانو د فشار زیاتول

د دغه پلان له مخې، که طالبان د دې پلان له منلو ډډه وکړي، چې د خبرو اترو له لارې د جګړې د حل پر بنسټ ولاړه ده، او «جګړې او تاوتریخوالي» ته دوام ورکړي، په ملي او نړیواله کچه به تر فشار لاندې راشي.

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ملي مقاومت پياوړتيا او پراخول، د میداني فعاليتونو او پراخو لاريونونو او مدني نافرمانيو پيلول او په مرکز او ولايتونو کې د طالبانو د نامشروع ادارې د ماشين فلج کول» په داخلي کچه د دغې شورا له مهمو کړنو څخه دي. خو دغې شورا دا نه ده څرګنده کړې چې که طالبان يې وړانديز رد کړي، د دوی پر ضد به وسله واله جګړه پيل کړي او که نه.


د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا له پخوانیو جهادي مشرانو، د افغان حکومت پخواني چارواکي او د طالبانو ضد سیاسي څېرو څخه جوړه شوې.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی رئیس محمد یونس قانوني، د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د افغانستان د خلکو د اسلامي یووالي ګوند مشر محمد محقق او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور د دې شورا مهم غړي وو چې د یکشنبې د ورځې په مجازي غونډه کې یې برخه اخیستې وه. پدې مجازي غونډه کې د اسلامي اتحاد ګوند د مشر عبدالرب رسول سیاف او د افغانستان د جمعیت اسلامي د مشر صلاح الدین رباني استازو هم ګډون درلود.

خو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې له پنجشیر ولایت څخه د طالبانو پر ضد وسله وال مقاومت پیل کړ، په دې مجازي غونډه کې ګډون نه و کړی.


د طالبانو ضد جلا وطنو مشرانو متفاوت دریځونه

محمد یونس قانوني چې د دې مجازي غونډې مشري یې کوله وویل چې «نن موږ نوی کال په نوي پلان او نویو تدبیرونو سره پیلوو او هیله لرو چې دا عملي اقدامات به د افغانانو د کړاوونو یوه برخه رفعه کړي چې د هر ډول خدمت او انعام مستحق دي.»

په دې مجازي غونډه کې عبدالرشید دوستم د داسې یو پلان جوړېدل د افغانستان لپاره "تاریخي او سرنوښت سازه" وبلل چې د هغه په وینا د افغانستان د شخړې په حل کې "مثبت رول " لوبولی شي.

دوستم دا هم ویلي، چې ځینو طالب مشرانو ورسره تماس نیولی او ښايي له نورو مخالفو مشرانو سره یې هم تماسونه نیولي وي.

دوستم زیاته کړه: «افغانان د بهرنیانو په پرتله پخپله خپلې ستونزې درک کولای شي. موږ په ټولو ستونزو پوهیږو. طالبان هم پوهیږي. له همدې امله موږ کولی شو خپلې داخلي ستونزې پخپله په ښه توګه حل کړو.»

خو د دغې شورا د ځینو لوړپوړو مشرانو د خبرو بڼه تر ډیره پر طالبانو باندې انتقادي او د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چلند د نیوکو سره مل وه.


د بلخ پخواني والي عطا محمد نور چې په دې مجازي غونډه کې یې ګډون کړی و، د خپلو خبرو په ترڅ کې طالبان دښمن وبلل. نوموړي د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو او په ټوله کې د نړیوالې ټولنې پر چلند سختې نیوکې وکړې. نور وویل چې د نړۍ هېوادونه د طالبانو سره د تعامل په لفافه کې د دې ډلې مخالفینو ته اجازه نه ورکوي چې حتی له افغانستان څخه بهر دفتر پرانیزي.

هغه وويل: «تاسو موږ ته اجازه نه راکوی چې په يو هېواد کې دفتر پرانيزو. خو هغه بل لوري چې د حرفوي تروریستانو سره يې ستاسو سرتېري ووژل، ستاسو خلک يې ووژل، ستاسو په تور لېست او د امنيت شورا په تور لېست کې شامل وو، خو په قطر کې مو د هغوی لپاره دفتر پرانیست.»


نور همچنین گفت که افغانستان در زیر سلطهٔ طالبان به پناهگاه امن گروه‌های ''تروریستی'' مبدل شده و به کشور‌های منطقه و جهان هشدار داد که در آینده‌ آنان نیز قربانی این گروه‌ها خواهند شد.

نور همداشان وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د «ترهګرو» ډلو په خوندي ځاله بدل شوی او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته یې خبرداری ورکړ چې په راتلونکي کې به هم د دغو ډلو قرباني شي.

دغه شورا چې ډېر غړي یې په ترکیه کې دي، تر دې مخکې یې هم آنلاین غونډې کړې وې او له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د وتلو لپاره یې طرحې وړاندې کړې وې.

XS
SM
MD
LG