د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې سیلابونه؛ شاوخوا ۱۰۰ زره کسان امنو سیمو ته انتقال شوي


پاکستان کې سیلابونه
پاکستان کې سیلابونه

د پاکستان د بیړنیو خدماتو ادارو د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) اعلان وکړ چې د پاکستان د پنجاب ایالت له سیلاب ځپلو کلیو څخه شاوخوا سل زره کسان ایستل شوي دي.

د پنجاب اعلی وزیر محسن نقوي ویلي موسمي بارانونو هندي مقامات دې ته اړ کړي چې د سوتلج سیند له اضافي ذخیرو څخه زیاتې اوبه وباسي چې له امله یې د پاکستان لوري ته سیلابونه راوتلي دي.

د پنجاب ایالت د بیړنیو حالاتو د ادارې ویاند فاروق احمد د چهارشنبې په ورځ فرانس پرس اژانس ته وویل، "موږ سل زره کسان ژغورلي او خوندي ځایونو ته مو لېږدولي دي."

د پاکستاني مقاماتو په وینا د سوتلج سیند د طغیان په وجه په پنجاب ایالت کې سلګونه کلي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه سیلابونو لاندې کړې ده.

۲۹ کلن کاشف محمود، چې له خپلې مېرمنې او درې ماشومانو سره یو مرستندویه کمپ ته لېږدول شوی و، وویل: "څو ورځې وړاندې د سیلاب اوبه اوچتې شوې او زموږ کورونه یې لاندې کړل. موږ تر دې ځایه پیاده په سختیو راورسیدو."

د اوړي موسمي بارانونه هر کال د جون او سپټمبر میاشتو تر منځ د سویلي آسیا اوسیدونکو ته خطرونه راوړي.

که څه هم چې موسمي بارانونه د میلیونونو بزګرانو د ژوند او خوراکي خوندیتوب لپاره حیاتي دي، خو دغه سیلابونه د ځمکې ښویدنې هم رامنځته کوي.

د پاکستان د بیړنیو خدماتو د ادارې مقاماتو ویلي چې د جولای په وروستیو کې د موسمي بارانونو د فصل له پیل راهیسې، د دې بارانونو له امله په رامنځته شویو پیښو کې څه دپاسه ۱۷۵ تنه مړه شوي دي.

په یو مرستندویه کمپ کې یو رضاکار ډاکټر محمد امین وویل، "پنځه یا شپږ فوټه پورې اوبه په سړکونو کې جمع شوي دي او یوازینی سړک چې د تګ راتګ لپاره کارول کیدی شي اوس تر اوبو لاندې دی. په دې ۱۵ یا ۱۶ کیلومتره لاره کې هڅه کوو د کښتۍ په کارولو سره خلک وژغوروو.»

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو ورځو کې د موسمي بارانونو له کبله ښايي نور سېلابونه هم راووځي.

د پاکستاني مقاماتو په وینا چې په نړۍ کې پنځم لوی نفوس لرونکی هیواد دی، د نړۍ د شنو خونو د ګازونو د خپریدو د یو فیصد مسولیت ددې هیواد په غاړه دی، خو د نړۍ د تودوخې له امله د اقلیم بدلون له درکه خورا زیان منونکی دی.

تېر کال په پاکستان کې موسمي بارانونو شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان اغېزمن کړي وو او ۱۷۳۹ کسان یې وژلي وو. دغو سېلابونو همداشان د پاکستان اقتصاد ته نږدې ۳۰ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.

په پاکستان کې موسمي بارانونه د جولای په میاشت کې پیل او د سپتمبر په میاشت کې پای ته رسیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG