د لاس رسي وړ اتصالات

محلي چارواکي: نامعلومو وسله والو د هرات د دیني عالمانو د شورا مرستیال وژلی


په هرات کې سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دیني عالمانو د شورا مرستیال مولانا کبابیاني د ناپېژندو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د هرات د ارشاد، حج او اوقافو رئیس عبدالخالق حقاني د پنجشنبې په ورځ د جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې پېښه نن سهار د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په کبابیانو سیمه کې شوې ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې مولانا کبابیاني د سهار له لمانځه وروسته له جومات څخه خپل کور ته په لاره و چې ورسره روان یو ځوان ورباندې ډزې وکړې.

هغه وویل چې تراوسه د نوموړي د وژنې لامل او د بریدګر هویت نه دی څرګند شوی.

د هرات والي سید وحید قتالي پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې د سیمې استخبارات د دیني عالمانو او مخورو په وژنه کې لاس لري.

خو ښاغلي قتالي ونه ویل چې په دغو پېښو کې د کوم هېواد استخبارات دخیل دي.

تراوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG