د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او استرالیا مشرانو د نړیوالو بحرانونو پر وړاندې یووالی وښود


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز په سپینه مانۍ کې.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز په سپینه مانۍ کې.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم دریمه) د اسرائیل، اوکراین او چین په اړه خپل ګډ دریځ څرګند کړ چې هدف یې د دغو دوو هیوادونو پیړۍ زوړ اتحاد ژورول دي.

په سپینه مانۍ کې په دغه کتنه کې بایډن وویل: "د استرالیا او متحده ایالاتو ترمنځ یووالی د سولې او سوکالۍ لپاره یوه وسیله ده."

دواړو مشرانو په هغې ماښامنۍ کې ګډون وکړ چې د تفریح ، سوداګرۍ او ټیکنالوژۍ د نړۍ ګڼو میلمنو پکې برخه لرله.

دې لیدنې د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې د بیجینګ د مخ په زیاتیدونکي فشار پروړاندې د امریکا د ستراتیژۍ د بنسټ ډبرې په توګه د واشنګټن د اوږدمهاله متحد استرالیا اهمیت په ګوته کړ.

بایډن د سیمې هېوادونو ته د متحدینو د اصطلاح په کارولو سره وویل: "زموږ د نړۍ د تاریخ یوه لویه برخه به په راتلونکو کلونو کې د هند - ارام سمندر کې ولیکل شي. استرالیا او متحده ایالات باید دا کیسه په ګډه ولیکي."

تر دې مخکې د بایډن سره په ګډ خبري کنفرانس کې البانیز وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې په "یوه ناڅرګنده نړۍ" کې خورا مهمې دي.

هغه وويل: "د استراليا او متحده ايالاتو تر منځ اړيکې هيڅکله دومره مهمې نه وې. او هيڅکله هم د اوس په پرتله پياوړې نه وې."

په سپینه مانۍ کې د خبرو په ترڅ کې، دواړو مشرانو د استرالیا، بریتانیا او متحده ایالاتو ترمنځ د (AUKUS) په نامه د تړون په برخه کې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې چې له مخې به یې استرالیا په اتومي انرژۍ چلېدونکي اوبتلونه ترلاسه کړي.

امریکا ته د استرالیا د صدراعظم ددې سفر په ترڅ کې د ټیکنالوژۍ او د اقلیم د بدلون په برخه کې پر داسې اقداماتو هم هوکړه شوې چې له مخې به یې د پیسفک د ټاپوګانو په هیوادونو کې سمندري زیربناوې او انټرنیټ ته لاسرسی پراختیا ومومي. په دغو هېوادونو کې چین هم هڅه کوي چې خپل نفوذ پراخ کړي.

بایډن او البانیز د اسرائیل او حماس د شخړې او په اوکراین کې د جګړې په اړه هم خبرې وکړې. امریکا او استرالیا دواړه کیف ته پوځي او په غزه کې د فلسطینیانو لپاره بشري مرستې برابروي، په داسې حال کې چې امریکا اسرائیل ته وسلې ورکوي.

بایډن وویل دواړه هیوادونه "د حماس د ترهګرۍ پر وړاندې د اسرائیل سره ولاړ دي" او "د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ظلم په وړاندې د اوکراین ملاتړ کوي."

البانیز وویل: "ټول استرالیایان د حماس ظلم، ترور او بې رحمه وحشت غندي."

په داسې حال کې چې امریکا او استرالیا له چین سره د خپلو اړیکو د رغولو په لټه کې دي، خو په سیمه کې د بیجینګ د نفوذ پراختیا د دواړو هېوادونو دپاره د یوې اندېښنې په توګه پاتې ده.

البانیز به د نومبر په پیل کې په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره خبرې وکړي ، پداسې حال کې چې بایډن هم ښايي د راتلونکې میاشتې په وروستیو کې، د کلیفورنیا ایالت په سان فرانسیسکو کې د اسیا - ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ (APEC) په فورم کې له شي سره وګوري.

بایډن که څه هم د جنوبي چین په سمندر کې د چین او فلیپین تر منځ د وروستي تاوتریخوالي په اړه سخت دریځ ونیو خو زیاته یې کړه چې امریکا له چین سره "جګړه نه بلکې سیالي کوي."

بایډن خبري کنفرانس ته وويل: "زه غواړم روښانه کړم، په دفاعي برخه کې له فليپين سره د امريکا ژمنتیا د اوسپنې په څېر پیاوړې ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG