د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ د بریتانیا صدراعظم له روغتون رخصت شو


د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن چې یوه اونۍ مخکې د کروناویروس په وجه په روغتون کې بستر شوی و، نن یکشنبه د اپریل په ۱۲ له روغتون رخصت شو.

د بریتانیا د صدراعظم د دفتر د اعلامیې په اساس ښاغلی جانس سمدستي وظیفې ته نه ځي او تر بشپړ رغیدو پورې به په کور کې وي.

ښاغلی جانس لس ورځې مخکې په کروناویروس باندې له اخته کیدو وروسته یوه اونۍ مخکې د لندن په توماس روغتون کې بستر شو اوتر جدي څارنې لاندې ونیول شو او مصنوعي اکسجن ورته ورکړل شو.

کله چې د بریتانیا صدراعظم په روغتون کې و د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینک راب د ښاغلي جانسن چارې پرمخ بیولې.

ښاغلي جانسن د روغتون نه د رخصتیدو په وخت د روغتیایي کارکوونکو نه مننه وکړه چې هغه ته یې بیا ژوند وروباخښه.

د ښاغلي جانسن د ژوند ملګرې کري سمندوس هم په خپل ټویټر د روغتیایي کارکوونکو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هیڅکله به ونه توانیږي چې د هغوی پور ادا کاندي. هغې همداشان ویلي چې تیر اونۍ پرې «ډیر تیاره وخت» تیر شو.

د امریکا د جنس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې تر اوسه شاوخوا ۸۰ زره کسان په بریتانیا کې په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه ۹۸۹۲ تنه یې ددې ویروس له وجې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG