د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس نویو راغلیو افغانانو ته د اقامې ورکولو په وړاندیز بحث ونکړ


امریکايی چارواکي وايي د طالبانو له راتګ وروسته یې څه باندې ۷۰۰۰۰ افغانان یې امریکا ته انتقال کړي
امریکايی چارواکي وايي د طالبانو له راتګ وروسته یې څه باندې ۷۰۰۰۰ افغانان یې امریکا ته انتقال کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې د ولسمشر جوبایډن په هغه وړاندیز بحث ونکړ چې له افغانستان څخه نویو انتقال شویو افغانانو ته د دایمي اقامې [ګرین کارډ] د ورکولو لارې چارې اسانه کوي.

ولسمشر جوبایډن څه موده مخکې له اوکراین سره د عاجلو مرستو په اړه کانګرس ته خپله طرحه وړاندې کړه. ښاغلي بایډن په همدغې طرحې کې له کانګرس څخه غوښتي وو چې هغه وړاندیز یې هم ومني چې امریکا ته د نویو راغلیو مستحقو افغانانو لپاره د دایمي اقامې [ګرین کارډ] ترلاسه کول اسانه کوي.

دغې طرحې ته د «افغان عمل/قانون سمون» نوم ورکړل شوی او د دموکرات ګوند دوه استازي ګریس کونز او کلوبوشر یې کلک مدافعان بلل کېږي. ټاکل شوې وه چې د استازو خونې په دې وړاندیز باندې بحث او رایه ګیري وکړي، خو ویې نکړ.

امریکايي رسنۍ سي ان ان وايي چې د ښاغلي بایډن د دغه وړاندیز په اساس هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ د جولاۍ د ۳۱ او ۲۰۲۲ د سپتمبر تر ۲۰ پورې امریکا ته راغلي وي، کولای شي په امریکا کې د دایمي اقامې [ګرین کارډ] لپاره غوښتنلیک وسپاري.

خو د اسوشیتډپرس اژانس وايي چې د امریکا د د استازو خونې د سه شنبې په ورځ مۍ لسمه (غوایي ۲۰) دا وړاندیز له بحث څخه وغوځوه خو له اوکراین سره یې د ۴۰ میلیاردو ډالرو د مرستې طرحه تصویب کړه.

امریکايي چارواکي وايي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې څه باندې ۷۰۰۰۰ افغانان د تخلیې په پروګرام کې متحدو ایالتونو ته انتقال کړل.

په نویو راغلیو افغانانو کې یې اکثریت ته د بشري خواخوږۍ په اساس ویزې ورکړل شوې او امریکا ته له راتګ وروسته ورته د کار جواز او نور اړوند اسناد ورکول کېږي چې دلته نوی ژوند پیل کړي. لا معلومه نه ده چې د ښاغلي بایډن د ادارې د دغه وړاندیز په اړه به بیا د استازو په خونې کې کله بحث کېږي.

موقته محافظتي اقامه

څو میاشتې مخکې د امریکا حکومت نويو راغلیو افغانانو ته داسې یو پروګرام اعلان کړ چې افغانستان ته د هغوی د شړل کېدو مخه نیسي او موقته محافظتي اقامه ورکوي.

امریکايی‌ رسنۍ وايي په دغه پروګرام کې به هغه افغانان شامل وي‌ چې له افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې د ۲۰۲۲ د مارچ تر ۱۵ مخکې امریکا ته راغلي دي او هغوی چې وروسته راځي، د اوس لپاره په دغه پروګرام کې شامل نه دي.

د ۲۰۲۱ د اګست میاشتې راهېسې له افغانستان څخه امریکا ته ۷۶۰۰۰ افغانان انتقال شوي او ځای په ځای شوي‌ دي. امریکايي چارواکي وايي چې په دې ډلې کې ۳۷۰۰۰ یې د مهاجرت ځانګړي پروګرام [دایمي اقامه/ګرین کارډ] ته واجد شرایط ګڼل کېږي. دا نوی پروګرام (Temporary Protected Status) نومېږي چې متحدو ایالتونو ته نویو راغلیو افغانانو ته موقته محافظتي اقامه ورکوي.

نوي راغلي افغانانو امریکا ته له راتګ وروسته دوه کاله اقامه ورکول کېږي او د دغې اقامې له خلاصېدو وروسته د ۱۸ میاشتو بلې اقامې ته هم غوښتنلیک سپارلی شي.

د امریکا د سي بي اس د راپور په اساس د دغه پروګرام له مخې نوي راغلي افغانان به د ۱۸ میاشتو لپاره په امریکا کې ژوند او کار کولای شي او افغانستان ته له شړل کېدو څخه به خوندي وي. امریکا ته نوي اکثریت راغليو افغانانو ته د بشري خواخوږۍ په اساس موقته اقامه ورکړل شوې چې او دایمي اقامې ته باید غوښتلنیک وسپاري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د مهاجرت د قانون په اساس، د داخلي امنیت اداره په امریکا کې مېشتو هغو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د شاملېدو اجازه ورکولای شي، چې د تاوتریخوالي، طبیعي افاتو او یا کومې بل فوقع العاده پیښې له کبله،‌ خپلو هېوادونو ته ستنېدلای نشي.

XS
SM
MD
LG