د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي د کروناویروس د لا خپرېدو مخه یې نیولې


چینایي مقاماتو ویلي چې د هوبي ولایت بهر د کروناویروس د پراخیدو کچه یې صفر ته رسولې ده.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر میلادي کال په دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او بیا په ټول هیواد کې او او دا دی اوس د نړۍ شاوخوا ۱۰۵ هیوادونو ته خپور شوی دی.

د چین د روغتیا ملي کمیسیون وویل چې د یکشنبې په ورځ مارچ اتمه (کب ۱۸) په هغه هیواد کې یواځې ۴۰ نوې پیښې ثبت شوي چې ۳۶ یې د ووهان په ښار کې وې.

دغه کمیسیون وویل چې د کروناویروس څلور نوې پیښې په ګانزو ولایت کې رامنځ ته شوي او د چینایي مقاماتو په وینا اخته شوي کسان هغه خلک وو چې تازه له ایران نه ګانزو ولایت ته راغلي وو.

پدې ترڅ کې د چین د کمونیست ګوند د سیاسي کمیټې عمومي منشي چن یشین، خبرداری ورکړی چې د کروناویروس د نویو پیښو کمیدل باید ددغه هیواد اوسیدونکي غافله نکړي او د هغه په وینا په اوسني حال باید ددې ویروس د مخنیوي لپاره تدابیر راکم نشي کړای.

په چین کې د کروناویروس د پراخیدو راهیسې تر اوسه پدې هیواد کې د اخته کسانو شمیر شاوخوا ۸۱ زرو تنو ته رسیدلی او ۳۱۲۰ تنه ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

خو دغه ویروس د چین له پولو بهر د افغانستان په ګډون په ۱۰۵ هیوادونو کې کې خپور شوی دی، چې په نړیواله کچه یې د اخته شویو کسانو شمیر شاوخوا ۱۱۲ زره تنه دی او ددې وجې د مړینو شمیر یې ۳۸۸۰ تنو ته رسیږي.

تر اوسه شاوخوا په ټوله نړۍ کې ۶۳ زره د کروناویروس باندې د اخته کیدو وروسته درمل او ښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG