د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس واکسین په لاره دی؛ څوک لومړی واکسین کیږي


د نړۍ په لسګونو پوهنتونونه او د درمل جوړولو شرکتونه هڅه کوي چې ژر تر ژره د کروناویروس واکسین تولید کړي، خو د واکسین جوړول او په یو وار د هغې تطبیق کول مشکل دي او باید تصمیم ونیول شي چې څوک لومړی واکسین شي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د ۱۹۶۴ کال راهیسې د امریکا د درملو او غذایي موادو د ادارې له تائید وروسته د امراضو د کنترول او وقایي مرکز ځانګړې کمیټه تصمیم نیسي چې کومو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي او واکسین څه وخت، څنګه او کومو مرکزونو ته ورکړل شي.

د یوتا پوهنتون د ماشومانو د ساري ناروغۍ د برخې رئیس اندرو پاویا، د یو اس ای ټوډې خبري رسنۍ ته وویل: "پدې کې شک نشته چې واکسین به له هغه نه ورو وویشل شي چې مونږ یې غواړو. امکان نشته چې ۳۵۰ میلیونه دوزه واکسین په یوه ورځ ټولي (امریکا) ته انتقال شي".

د روغتیا د نړیوال سازمان ستراتیژیکه مشورتي ډله هم له تیرې اونۍ راهیسې بوخته ده چې د واکسین ویش تنظیم کړي او هغه خلک چې باید واکسین شي، معلوم کړي.

سره له دې چې یو شمیر امریکایي او اروپایي مقامات پدې باور دي چې د کروناویروس لپاره د یو ګټور واکسین تر جوړیدو پورې لږ تر لږه یو کال واټن شته، د واکسین د تطبیق لپاره پروګرام جوړول، تدارکات او انتقالات هم وخت نیسي.

د واکسین د تطبیق لپاره د وګړو کتګورۍ تل هغوی ته لومړیتوب ورکوي چې له ټولو زیات د ویروس په وجه تر ګواښ لاندې دي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې ښایي روغتیایي کارکوونکي، د پولیسو منسوبین، اطفاییه او د بیړني خدمت ادارې، پوځي ځواکونه، سیاسي مشران، زیات عمر لرونکي خلک، امیندواره میرمنې او ماشومان، د پلورنځیو کارکوونکي او همداشان هغه کسان چې د کروناویروس د اخته کیدو په صورت کې ورته جدي خطر متوجه دی، لومړني خلک دي چې واکسین به شي.

بله لاره چې کارپوهان یې وړاندیز کوي داده چې لومړی واکسین د هغو ځایونو اوسیدونکو ته تطبیق شي چې د ویروس د خپریدو کچه په کې لوړه ده او د ناروغۍ د انتقال خطر په کې جدي دی.

تر اوسه څه دپاسه ۱۰۰ واکسیونونه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې تر کار لاندې دي چې د هغې جملې نه اته واکسیونونه کلینکي ازمایشي پړاو ته رسیدلي دي او پر انسان باندې تطبیق شوي دي.

په یو تازه اقدام کې د امریکا د مودرنا درمل جوړولو شرکت خبر ورکړ چې د کروناویروس د جوړولو لومړی پړاو یې په بریالیتوب ترسره کړی دی.

دغه شرکت چې د مارچ د میاشتې په نیمایي کې یې د کروناویروس ازمایشي واکسین پر رضاکارانو باندې تطبیق کړی و، اوس یې ویلي چې واکسین ددغو کسانو په وجود کې انتي باډي تولید کړي.

د ویروس پر وړاندې د انتي باډي شتون ددې سبب کیږي چې دغه ویروس بدن د داخلیدو سره سم د انتي باډي په واسطه له منځه یووړل شي او ونشي کړای چې ناروغي رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG