د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د مشارکتي حکومت په جوړولو بحث


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو جیګپوړی چارواکی وايي چې د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره یې له افغان چارواکو سره په افغانستان کې د مشارکتي حکومت د جوړولو په ګډون په یو شمیر نورو لارو چارو باندې هم خبرې کړې دي.

دغه امریکايي دپلومات وايي چې تراوسه په دې اړه له طالبانو سره خبرې نه دي شوي او ژر به یې د دغې ډلې له مشرانو سره شریکه کړي.

سرچیني ویلي چې د افغان سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره په دغه بهیر کې د ملګرو ملتونو د ونډې د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي ترڅو دغه سازمان د افغانستان د سولې لپاره یو استازی وټاکي او له زلمي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د یو شمیر نورو هېوادونو له ځانګړو استازو سره د افغانستان د سولې په برخه کې ګډه همکاري وکړي.

د دغه امریکايي دپلومات په وینا ملګرو ملتونو ته وړاندیز شوی چې د ایران، پاکستان او د افغانستان د سولې په پروسه کې د نورو ښکېلو هېوادونو په ګډون یوه لویه غونډه راوبولي ترڅو د افغانستان د سولې د مذاکراتو د ګړندي کولو لپاره په نړیواله کچه د همکارۍ یو ګډ لیدلوری رامنځ ته شي او هېوادونه له خپل نفوذ څخه په استفادې ښکیلې خواوې د سولې په خبرو کې پرمختګ ته وهڅوي.

خو دغې سرچینې ویلي چې تراوسه د خبرو له لارې د افغانستان د لانجې د حل او اوربند په برخه کې پرمختګ نه دی شوی او په راتلونکي پسرلي کې د جګړې لپاره چمتوالي ته په پاملرنې ښايي په افغانستان کې وضعیت لاپسې ترینګلی شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په وینا د افغانستان د راتلونکي د څرنګوالي، له اوسني وضعیت څخه د وتلو لارې چارې، د انتقالي دورې تطبیق او څرنګوالی او دغه راز په راتلونکي دولت کې د ښکیلو خواو د ګډون څرنګوالی هغه مسایل دي چې ورباندې د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني او نورو افغان چارواکو او سیاسي مشرانو سره خبرې شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې تړاو د افغان مشرانو غبرګون تر یوه بریده مثبت او لا هم بحثونه دوام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرچینې په وینا دغه وړاندیزونه په لومړي پړاو کې دي او تراوسه یې د عملي کار لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې.

خو هغه ټینګار کړی چې د دغو وړاندیزونو په اړه تصمیم به په خپله افغانان نیسي.

د افغان سرچینو د معلوماتو په اساس، په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له جمهور رئیس محمداشرف غني سره درې ځلې لیده کاته کړي دي.

XS
SM
MD
LG