د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو ساتنې سازمان: د ښځو پر کار بندیز د کاریګرو ماشومانو زیاتوالي لامل کیږي


په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز په اړه د اندېښنو سره هم مهاله، د ماشومانو د ساتنې سازمان د طالبانو حکومت د دغه «ناوړه »پریکړې د پایلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه کار به په افغانستان کې د کاریګرو ماشومانو د زیاتوالي لامل شي.

دغه سازمان د شنبې په ورځ ناوخته جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) په یو راپور کې ویلي چې ممکن زیات شمېر ماشومان اړ شي چې په کارخانو، لویو لارو، او د خلکو په کورونو کې درندو کارونو ته مخه کړي، ځکه چې د هغوی د ملاتړ خدمات پر ښځو د کار بندیز له امله بند شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان چې اوس مهال يې په افغانستان کې خپل فعالیت ځنډولی، ویلي چې مرسته رسوونکې ښځې د دوی د کاري ځواک ۵۰ سلنه تشکیلوي.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د تیر میلادي کال د ډسمبر په ۲۴ (مرغومی درییم) په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په غیر دولتي موسسو کې له کار څخه منع کړې. په دې مکتوب کې خبرداری ورکړ شوی، چې "په دې برخه کې د تعلل په صورت کې به ددغه وزارت له خوا موسسو ته د فعالیت ورکړل شوی جواز لغو کړي".

دغه سازمان زیاته کړې ده: "دغه بندیز پر داسې مهال لګول کیږي چې افغانستان په خپل تاریخ کې له ناوړه اقتصادي او غذايي بحران سره مخ دی او د ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري."

د ماشومانو د ساتنې سازمان په وینا، هغه والدین چې د خپلې کورنۍ لپاره د خوراکي موادو له پیدا کولو څخه ناهیلي شوي، د غذا پیدا کولو لپاره خپل ماشومان «خطرناک» ځایونو ته د کار کولو لپاره استوي.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس، یوه وروستۍ څېړنه ښيي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د کورنیو ۲۹ سلنه سرپرستو ښځو لږ تر لږه خپل یو ماشوم کار ته لېږلی دی، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۱۹ سلنه و.

د حسینا په نوم د دغه سازمان یوې ښځینه کار کوونکي د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز د دې سبب شوی چې ګڼ شمېر ماشومان درندو کارونو ته مخه کړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان همدارنګه ویلي چې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز پر میلیونونو ماشومانو، ښځو او نارینو چې بشري مرستو ته اړتیا لري ناوړه اغېز کړی دی، دغه سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز لیري کولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیال په افغانستان کې د ښځو پر کار او نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې ویلي و چې افغانستان د بحران یو نوي پړاو ته داخلیږي.

یوناما ویلي و چې مارکس پوتزل د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو له وزیر ندا محمد ندیم سره لیدنه کې له نوموړي څخه د نجونو پر زده کړو د بندیز ژر تر ژره لیري کېدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي پوتزل زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي.

XS
SM
MD
LG