د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د هالنډ پوځ هوايي برید غیر قانوني و- محکمه  


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په هالنډ کې یوې محکمې نن چهارشنبه نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د هالنډ ځواکونو هغه هوايي برید غیر قانوني و،‌ چې په ۲۰۱۷ کال کې یې کړی و.

د محکمې د حکم په اساس د دغه هوایي برید قربانیانو ته باید تاوان ورکړل شي. برید د ۲۰۱۷ کال د جون په ۱۷ سهار د ارزګان د چورې په ولسوالۍ کې شوی و.

د محکمې په اسنادو کې راغلي چې څلورو افغانانو په دې اړه د هالنډ د حکومت په ضد عریضه کړې وه، د دغو افغانانو نوم اخیستل شوی نه دی.

د هالنډ د دغې محکمې د معلوماتو په اساس د هالنډ اف-۱۶ الوتکو ۲۸ بمونه د چورې په ولسوالۍ کې ګوزار کړي وو چې ۱۸ یې په «احاطه شویو» سیمو کې لګېدلي وو.

محکمه وايي چې په دې برید کې ۱۸ تنه، چې د یو بل خپلوان وو، وژل شوي او هالنډي ځواکونو نظامي او غیر نظامي هدفونه له یو بل سره جلا کړي نه وو.

محکمې پرېکړې کړې ده چې «د هالنډ حکومت کافي اسناد نه دي وړاندې کړي.... بشپړ معلومات شته چې یو قومندان دا سیمه نظامي هدف تشخیص کړی» و.

د محکمې په اسنادو کې راغلي دي چې په دغه هوايي برید کې دوې نجونې، درې هلکان، یوه ناوې او یو بل کس وژل شوي او د محکمې په شاهدانو کې د همدغو قربانیانو د کورنۍ یو غړی هم شامل و.

د هالنډ حکومت مدافع وکیلانو ویلي دي چې طالبانو د ولسي خلکو له ځای څخه د خپلو نظامي اهدافو لپاره ګټه اخیسته او په همدې اساس په دغو سیمو باندې هوايي برید موجه و. خو قاضیانو ویلی دي چې د دغه برید څخه لږ تر لږه ۱۵ ساعته مخکې له دغو سیمو څخه هېڅ ډول ډزې نه دي شوي.

محکمې ویلي دي چې په دې اړه به په بلې غونډې کې پرېکړه وکړي چې د قربانیانو کورنیو ته دقیقا څومره تاوان ورکړل شي. د هالنډ حکومت ویلي دي چې د محکمې په دې پرېکړې باندې به غور وکړي.

دا قضیه له هغه وروسته محکمې ته وړاندې کړل شوه چې یو هالنډي سرتېري، چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وه، ادعا وکړه چې په ۲۰۱۷ کې د هالنډ ځواکونو د ارزګان د چورې په ولسوالۍ کې د ولسي خلکو په کورونو بریدونه کړي او ممکن ولسي خلکو ته یې تلفات اړولي وي.

نوموړي د هالنډ یوې ورځپاڼې ته ویلي وو چې هغوی ته لارښوونه شوې وه، چې په دغو سیمو باندې بریدونه وکړي، ځکه د ده په خبره مشرانو یې شک لره چې هلته طالبان شته.

نوموړي ویلي وو چې د دغه برید امر د طالبانو د مخابرو څخه د اورېدل شویو خبرو په اساس شوی او د برید په مهال له هغه ځایه څخه ډزې نه وې شوې. د دغه سرتېري له دې ادعا وروسته د هالنډ دفاع وزارت څارنوالانو ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه تحقیق وکړي.

XS
SM
MD
LG