د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان په یو بحث پارونکي سفر جرمني ته ولاړ


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر لیدنه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر لیدنه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) د یو بحث پارونکي سفر په ترڅ کې د جرمني له مشرانو سره د خبرو اترو په خاطر برلین ته ورسید او د جرمني له ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر سره یې وکتل.

په دې لیدنه کتنه کې د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د اسرائیل د شتون پر حق ټینګار وکړ او پر اسرائیل باندې یې د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس له خوا برید یو "ترهګریز برید" وباله او ویې ویل چې برلین دغه ډله یو "ترهګریز سازمان" ګڼي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ هم په د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اردوغان په غزه کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

په بیان کې د اردوغان له قوله ویل شوي:"په فلسطیني سیمو د اسرائیل بریدونه باید پای ته ورسېږي او (په غزه کې) د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې د ټولې نړۍ غبرګون مهم دی."

جرمني ته د اردوغان سفر په داسې حال کې کېږي چې دواړه هېوادونه د غزې د جګړې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

پر اسرائیل د حماس د برید او بیا پر غزې د اسرائیل د هوايي بریدونو وروسته اردوغان په پیل کې هڅه وکړه چې په دې جګړه کې د منځګړي رول ولوبوي. خو د نښتو په دوام سره اردغان حماس د یو ترهګر سازمان په توګه نه، بلکې د "آزادۍ بخښونکي" ډلې یا "مجاهدینو" په نامه یاد کړ چې د هغه په وینا، د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

خو جرمني د اسرائیل کلک متحد دی او د اوربند له غوښتنې سره یې هم مخالفت کړی دی. برلین په ورته وخت په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو سره د مرستې لپاره پر اسرائیل فشار راوړی او په جګړه کې د بشردوستانه وقفو ملاتړ کوي.

د غزې د جګړې په اړه د اردوغان دریځ په جرمني کې د هغه د کوربه توب په اړه پوښتنې راپورته کړې او مخالف محافظه کارانو او حتی لیبرال ګوند چې د صدراعظم اولاف شولتز ایتلافي غړی دی، له هغه څخه د اردوغان د بلنې د لغوه کولو غوښتنه کړې وه.

شولتز د روان کال په مې میاشت کې د ترکیې د ولسمشر په توګه د رجب طیب اردوغان له بیا انتخابېدو وروسته هغه ته بلنه ورکړه چې جرمني ته سفر وکړي.

په غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له زیاتېدو سره د اردوغان نیوکې لا پسې زیاتې شوې او له اسرائیل څخه یې د ترکیې د سفیر د وربللو پر مهال اسرائیلي ځواکونه په غزه کې په "جنګي جرمونو" تورن کړل او اسرائیل یې یو "ترهګر دولت" وباله او ادعا یې وکړه چې لوېدیځ "د قاتلانو ته د تبریه کولو هڅه" کوي.

شولتز پر اسرئیل د اردوغان وروستي تورونه "بې بنسټه" بللي، خو ویلي یې دي چې له ترکیې سره د خبرو دوام ډېر مهم دی.

د شولتز ویاند سټیفن هیبسټریټ پدې خبرې چې "اوسنیو شرایطو ته په کتلو سره به دا لیدنه له ننګونو ډکه وي" ، وویل: "موږ تل ستونزمن شریکان درلودلي چې باید ورسره ښکیل واوسو."

هغه دې کتنې ته په اشارې سره زیاته کړه: "خو دا (لیدنې) یوازې د دې لپاره نه دي چې یو بل ته ووایو چې موږ څه فکر کوو، بلکې د ډیرو مسلو د پرمختګ لپاره دي ... او د دې لپاره موږ دې خبرو ته اړتیا لرو."

د جرمني په ګډون له اروپايي ټولنې سره د ترکیې اړیکې چې دمخه د انقرې له خوا ځینو دموکراټیکو معیارونو ته د نه پاملرني له امله خړې پړې وې، له فلسطین څخه د اردوغان له ښکاره ملاتړ وروسته نورې هم ترینګلې او کړکیچنې شوې دي.

جرمني په بهر کې د ترکي مهاجرینو تر ټولو لوی کوربه هیواد دی او په دې هیواد کې د ترکي ټولنې اکثریت د اردوغان ملاتړي دي.

پر اسرائیل د اردوغان سختې نیوکې هغه په ناخواله توګه د جرمني په وړاندې درولی دی؛ هغه جرمني چې د هولوکاسټ په وړاندې د خپلو مسؤلیتونو له امله د اسرائیل شتون غیر مشروط ګڼي.

د جرمني د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل روت، پر اسرائیل باندې د اردوغان تورونه"په بشپړ ډول د نه منلو وړ" وبلل او ویې ویل، چې د ترکیې ولسمشر "نه یوازې د جرمني او ترکیې په اړیکو فشار راوړي، بلکې تر ټولو زیات د هپل هیواد پر اوږو بار دی."

خو روت چې د شولتز په څیر یو سوسیال دموکرات دی، دغه خبرې اترې یې مهمې وبللې.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپورونه کارول شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG