د لاس رسي وړ اتصالات

یو ځانمرګي برید په دیره اسماعیل خان کې نهه تنه ووژل


یو ځانمرګي برید دیره اسماعیل خان کې نهه تنه ووژل
یو ځانمرګي برید دیره اسماعیل خان کې نهه تنه ووژل

په پاکستان کې چارواکي وایي چې د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې یوې ښځې پر یو روغتون ځانمرګی برید کړی.

په برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل دي. چارواکي وایي ځانمرګی برید داسې مهال شوی چې په یوې بلې پېښې کې زخمیان روغتون ته لېږدول کېدل.

دواړې پېښې نن د یکشنبې په سهار د «جولای پر۲۱مه» د څو دقیقې په توپېر رامنځته شوې دي.

د سلیم ریاض په نوم د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې څلور وسله والو د کوتله سیدان پر امنیتي پوستې برید وکړ چې دوه پاکستاني پولیس یې ووژل.

پاکستاني چارواکي وايي، دوهم برید چې ځانمرګی و، د روغتون ته د لومړۍ پېښې د قربانیانو تر انتقال وروسته د «ډي اې» خان روغتون مخته راټول شوي پولیس او عام خلک په نښه کړل.

نوموړي د امریکا غږ ډېوې څانګې ته ویلي چې په ټپيانو کې شپږ نور پولیس هم شامل دي.

د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان وسله والو په غاړه اخیستی دی. خو نه یې دي ویلي چې ځانمرګی برید ښځې کړی دی.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته تر هغه تر سره کېږي چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په قبایلي ولسوالیو کې د ایالتي اسمبلۍ لپاره ټاکنې تر سره شوې.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په جنوبي وزیرستان کې د ایالتي اسمبلۍ د ټاکنو پر مهال برید کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG