د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې پولیسو د "ځنگل کمپ" له کډوالو پاک کړ


په حقیقت کې د ځنگل کمپ بریتانیا ته د غیر قانوني مهاجرو د تگ لار ده
په حقیقت کې د ځنگل کمپ بریتانیا ته د غیر قانوني مهاجرو د تگ لار ده

د فرانسې پولیسو د هغه هیواد په شمال کې د مهاجرو یو خپلسری کمپ چې د "ځنگله کمپ" په نامه مشهور دی محاصره کړ او تر اوسه یې ٢۴٠ کسان له دې کمپ نه بل ځای ته انتقال کړي دي.

د ځنگل کمپ اکثر مهاجر افغانان او عراقي کردان دي، خو یو شمیر ایرانیان، پاکستانیان او سوډانیان هم په کې شته.

په حقیقت کې د ځنگل کمپ بریتانیا ته د غیر قانوني مهاجرو د تگ لار ده چې په میاشتو میاشتو په دغه کې تگ ته انتظار باسي.

شاوخوا لس بسونه چې امینت یې پولیسو نیولی و د فراسنې نورو سیمو ته ددې کمپ د مهاجرو د انتقال لپاره راغلي وو، خو خیریه کارکوونکو او ژورنالیستانو ته اجازه نه وه چې سیمې ته ننوزي.

د سلام د خیریه ټولنې غړي میرمن میلو چې پناه غوښتونکو ته اوبه او خواړه برابروي د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې د عملیاتو دمخه په دې کمپ کې شاوخوا ۴٠٠ مهاجرو ژوند کاوه.

میر میلو وایي مهاجر په ډیر بد حال کې اوسیږي او په ځانگړې توگه ماشومان او پوخ عمره کسان له ستونزو سره مخامخ دي.

د دنکرک د سیمې یو مقام چې د ځنگل کمپ په کې پروت دی د کمپ بد وضعیت ته په اشارې ویلي "هغوی په خټو او نم کې ژوند کوي د یو شمیر کسانو په ځانگړې توگه ماشومانو او پوخ عمره کسانو وضعیت خطرناک دی. نه شي کیدای چې هغوی په دې حال کې پریښول شي."

ددې سره سره چې محلي مقامات د یو بل موقتي پناه ځای د جوړولو وړاندیز کړی، خو د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په هیڅ توگه به په دې سیمه کې رسمي کمپ جوړ نشي.

د فرانسې جمهور رئیس امانویل ماکرون، ویلي دي چې د مهاجرت کړکیچ پای ته رسول یې د کاري لومړیتوبونو څخه دي. هغه ژمنه کړې چې د روان کال تر پایه د فرانسې د جادو او کوڅو نه مهاجرین ټول کړي.

د اکتبر په میاشت کې د فرانسې په شمال کې د ځنگله کمپ په لویدیځ ٥٠ کیلومیترۍ کې د کالاس کمپ هم له مهاجرو پاک شو چې شاوخوا ۷۰۰۰ پناه غوښتونکي او مهاجر ددې سیمې نه د فرانسې نورو برخو ته انتقال شول.

دا په تیرو دوو ورځو کې دوهم ځل دی چې د فرانسې په شمال کې دا ډول عملیات کیږي. په دې سیمه کې مهاجر په دې هیله راټول شوي چې په د مانش بحیرې په تل کې د اروپایي تونل له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG