د لاس رسي وړ اتصالات

د ګیرو ولسوالۍ مرکز یو مناسب ځای ته انتقال شوی ـ چارواکي


د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي، د ګیرو ولسوالۍ د مرکز د نیولو په اړه د وسله والو طالبانو ادعا ردوي.

طالبانو ویلي، چې تېره شپه یې د دغه ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني نیولې او ګڼ شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ د «وري میاشتې پر ۳۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې د ګیرو ولسوالۍ مرکز تېره شپه د طالبانو د نښتې او یا فشار پرته د کابل ـ کندهار لویې لارې ته نژدې یو مناسب ځای ته انقال شوی دی.

نوري وايي، د ګیرو ولسوالۍ مرکز په یوې لیري پرتې دښتې کې د ملي اردو په بېز کې فعالیت کوه چې زیات وخت به د مراجعینو لاسرس ورته ستوزمن و.

هغه وویل، چې یاد کار د خلکو لپاره د اسناتیاو رامنځته په هدف تر سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:"دا دامنیتي فشار یا جګړې له امله نه ده انتقال شوې، تېره شپه رانتقال شوه، هېڅ نښته هلته نه ده شوې، دا چې وسله والو ادعا کړې چې دوی دغه مرکز نیولی دی کاملاً بې اساسه ده، له جګړې او نښتې پرته دغه ولسوالي رانتقال شوه او پنځو نورو بېزونو کې به د کابل ـ کندهار لارې ته نژدې ځای پر ځای شي."

نوموړي زیاته کړه چې د یادې ولسوال د مرکز انتقال به د کابل ـ کندهار د لویې لارې له امنیت سره هم مرسته وکړي.

غزنی د کابل ـ کندهار پر لویه لار له ناامنه ولایتونو څخه دی چې په یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو ګواښونه موجود دي.

خواجه عمري، اجرستان او ناوه د دغه ولایت هغه ولسوالۍ دي چې د طالبانو په لاس کې دي، اندړ او ده یک بیا هغه ولسوالۍ دي چې د دغه ولایت د چارواکو په وینا د طالبانو له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

د غزني د والي ویاند څه موده مخکې هم امریکا غږ ته ویلي و، یوه لویه ستونزه چې دوی ورسره مخ دي، هغه تر امنیتي‌ ګواښ لاندې سیمو کې د امنیتي پوستو جوړولو لپاره د پوځي تحکماتو نشتوالی دی.

د دغه ولایت چارواکي زیاتوي، چې د یادو امکاناتو د نشتوالي له امله ونه توانېدل چې خپل عملیاتي پلان عملي کړي.

XS
SM
MD
LG