د امریکا په شمالي کارولینا کې پولیسو کله چې یو موټر چلونکی د الکول څښلو په گمان د مستۍ په حال کې ودراوه، موټر چلونکي ټینگار کاوه چې الکول یې ندي څښلي. خو پولیسو پرې باور ونکړ او هغه یې یو روغتیایي مرکز ته د معاینې لپاره ولیږه.
کله چې روغتیایي کارکوونکو هغه معاینه کړ د بدن په وینه کې د الکولو کچه ٠،٢ په سلو کې وه، چې د موټر چلولو پر وخت د الکولو د څښاک د قانوني کچې دوه نیم چنده کیږي؛ لکه په یو ساعت چې یو شخص لس ګیلاسه الکولي مشروبات څښلي وي.
خو دغه شخص لاهم ټینگار کاوه چې هیڅ الکول یې ندي څښلي. د روغتیایي مرکز کارکوونکو هم د هغه خبره نه منله.
بالاخره د نیویورک د ریچموند طبي پوهنتون څیړونکو وموندله چې دغه شخص رښتیا ویلي وو.
هغه هیڅ ډول الکولي مشروبات نه و څښلي، پر ځای یې هغه په یو ځانگړي حالت اخته دی چې په کولمو کې یې په شته غذا کې کاربوهایدرید په الکولو بدلیږي، په بل عبارت د داسې یو وضعیت سره مخامخ دی چې بدن یې په دوامداره توگه الکول تولیدوي.
ددغې څیړنې نتیجې په یوې طبي مقالې کې خپاره شوي او د هغې په بنسټ تشخیص شول، دغه شخص چې هویت یې ندی بربڼد شوی د (ABS) په نوم ناروغۍ باندې اخته دی.
فرهاد ملک، نومي څیړونکي چې پدې قضیه یې کار کړی د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي: "دغه ډول ناروغان ټول هغه علایم لري لکه یو شخص چې الکول یې څښلي وي او مست وي. تنفس یې د الکولو بوي کوي، خوب نیولي وي او په لاره تگ یې د مستو کسانو په څیر وي".
خو ښاغلی ملک وایي پخوا ددغه ډول ناروغانو درملنه نه کیدله؛ خو د هغه په وینا اوس ددې ډول ناروغۍ لپاره ځانگړي درمل شته چې د یو مناسب غذایي رژیم د تعقیبولو سربیره کولای شي ناروغ له دغه حالت نه وباسي.