د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر پوځي مرچلو لسګونه توغندي توغولي


په لبنان کې د حزب الله جنګیالي
په لبنان کې د حزب الله جنګیالي

د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې د دوی وسله والو د اسرائیل پر یو پوځي مرکز لسګونه توغندي توغولي دي.

د لبنان حزب الله ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغو توغندیو توغول د حماس د مرستیال صالح العاروري د وژلو لومړنی غبرګون دی چې د جنورۍ په دوهمه د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. په دغه چاودنه کې د حماس شپږ نور غړي هم وژل شوي دي.

حزب الله په دې باور دی چې اسرائیل د هغو توغندیو د توغولو مسوول دی چې العاروری یې وژلی، خو اسرائیل تر اوسه د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله له قوله ویلي چې موږ د دومره جدي تاوتریخوالي پر وړاندې چوپ نشو پاتې کیدای. د لبنان د حزب الله مشر همداشان ویلي دي چې د غچ اخیستنې د اقدام د خطر منلو په پرتله د چوپتیا بیه ډیره ده.

حماس او په سیمه کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې العاروري د اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی، خو اسرائیل تر اوسه په مستقیم ډول د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

د لبنان حزب الله ډله د حماس ډلې په څېر د ایران له ملاتړه برخمنه ده او د امریکا، اسرائیل او د دغو هېوادونو د یو شمېر متحدینو له خوا یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي. د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د لبنان حزب الله د اسرائیل په شمالي برخو راکټي بریدونه کړي دي.

د لبنان د حزب الله له راکټي بریدونو وروسته، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل د شنبې په ورځ په سیمه کې د جګړې د پراخیدو خبرداری ورکړ.

بوریل د لبنان په پلازمینه بیروت کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "په منځني ختیځ کې د سیمه ییزو تاوتریخوالو د زیاتیدو مخنیوی اړین دی. دا په بشپړه توګه اړینه ده چې په یوې سیمه ییزې شخړې کې د لبنان د ښکیل کیدو مخه ونیول شي."

د اروپايي اتحادیې دغه لوړپوړي چارواکي دا هم وویل چې هغه به دا پیغام اسرائیل ته هم ورسوي او ټینګار یې وکړ چې "هیڅ څوک سیمه ایزه جګړه نه شي ګټلی."

په همدې حال کې اسرائیل د شنبې په ورځ هم د غزې په رفح او خان یونس باندې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړ. په سلګونو زره فلسطینیان د اسرائیل په امر د غزې له شمالي سیمو څخه جنوبي سیمو ته پناه وړي، خو جګړې هلته هم هغوی تعقیب کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارتین ګریفیتس د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې درې میاشتنۍ جګړې چې د غزې ډیره برخه یې ویجاړه کړې او بشري ناورین یې رامنځ ته کړی، په نتیجه کې یې ټوله فلسطیني خاوره د نه اوسیدو وړ کړې ده.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه نېټه پر اسرائيل د حماس د تروريستي بريد په ترڅ کې ۱۱۴۰ کسان چې اکثر یې ولسي وګړي وو، وژل شوي او د حماس جنګیالیو ۲۴۰ تنه یرغمل نیولي دي چې یو شمیر یې د فلسطیني بندیانو سره تبادله شوي خو ۱۲۹ تنه یېلا هم د حماس ډلې سره یرغمل دي.

اسراییل ژمنه کړې چې د حماس ډله به له منځه وړي او په همدې خاطر یې پر غزې تړانګې بریدونه پیل کړي دي. د دغو بریدونو په پایله کې د غزې د تړانګې زیاتره برخه ویجاړه شوې ده. د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په غزه د اسرائیل د بریدونو په پایله کې ۲۲۶۰۰ تنه وژل شوي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي. خو دا احصایه خپلواکو سرچینو نه ده تائید کړې.

همداشان نه اسرائیل او نه هم د غزې د روغتیا وزارت دا نده په ډاګه کړې چې په ځوابي بریدونو کې څومره سرتیري او ملکي کسان وژل شوي دي.

دا راپورد اسوشیتید پریس، فرانس پریس او رویټرز اژانسونو د خبرونو په اساس جوړ شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG