د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې ۸۰۰زره ښځې او نجونې په خوارځواکۍ اخته دي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ښځو او نجونو شمېر کې۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په جنوبي اسیا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د خوراځواکۍ د برخې سلاکارې زیوايي موریرا د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۲۹) په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۸۰۰زره ښځې او ځوانې نجونې له خوارځواکۍ سره مخ دي چې دغه شمېر د ۵۰ سلنې زیاتوالي ښکارندويي کوي.

هغه چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یونیسف تر نظارت لاندې یو روغتیايي مرکز کې فعالیت کوي، ویلي چې هغوی په خوارځواکۍ اخته میندو او ماشومانو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کوي تر څو د هغوی وضعیت ښه شي.

موریرا، ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د خوراځواکۍ ناروغۍ مخنیوي لپاره د یادو ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د یونیسف د دغه چارواکي په وینا، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ستونزه ډېره زیاته ده او په خبره یې په دغه هیواد کې د خوارځواکۍ ناروغۍ مخنیوي او وقایوي خدماتو وړاندې کولو لپاره ۱۸۶ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي چې دا بودجه به د اړتیا وړ موادو پېرلو، په سختې خوارځواکۍ اخته ۸۷۵زره ماشومانو د درملنې او د امیندوارو او شیدو ورکوونکو ښځو د سمې تغذیې ورکولو په هدف د سلا مشورو په برخو کې ولګول شي.

یونیسف تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې ۲.۸ میلیون ښځې او نوي ځوانې نجونې له خوارځواکۍ، د ژوند ژغورونکو غذايي موادو له کمښت او د ویني له کموالي څخه ځوریږي.

یونیسف له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د مناسبې او کافي تغذيي تضمین په برخه کې هڅې وکړي او ټینګار یې کړی چې د ښځو او ځوانو نجونو لپاره د اړتیا وړ تغذیې پروګرامونو کې پانګونه کولای شي چې دغه ناروغي راکمه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغه ادارې همدارنګه زیاته کړې چې په دغه هیواد کې د ښځو ترڅنګ ۸۷۵زره ماشومان هم په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د جنورۍ میاشتې پر ۲۶مه ویلي و چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ پیښې زیاتې شوي او په خبره یې په روان کال کې به د هیواد نیماي وګړي له سختې خواځواکۍ سره مخ شي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو، بېکارۍ زیاتېدو او اقتصادي بندیزونو له امله په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و چې دغه هیواد د نړۍ په کچه د خورا سخت بشري بحران سره مخامخ دی.

اوچا د مارچ لسمه (کب ۱۹) ویلي و چې د افغانستان ۲۸.۳ میلیون وګړي چې د دغه هیواد دوه پر درېیمه برخه نفوس جوړوي په روان میلادي کال کې بشري او محافظتي مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG