د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د سیک بېلتون غوښتونکو د وژنې دسیسې په تړاو هند ته د امریکا خبرداری


 په نوي دهلي کې د سیک بیلتون غوښتونکي ګورپاتوانت سینګ پانون پر ضد مظاهره.
په نوي دهلي کې د سیک بیلتون غوښتونکي ګورپاتوانت سینګ پانون پر ضد مظاهره.

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ، نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ نېټه) وویل، چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د یو سیک بېلتون غوښتونکي د وژلو د خبر په اړه په بشپړ جدیت سره تحقیق کوي او په ورته وخت کې دغه موضوع یې له هندي مقاماتو سره شریکه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن امریکا غږ ته په دې اړه وویل: "پداسې حال کې چې موږ دغه موضوع تر جدي‌ غور لاندې نیولې، متحده ایالاتو دا مسله د هند له حکومت له جګپوړو چارواکو سره شریکه کړې او په اړه یې دغه هېواد ته خبرداری ورکړی دی."

د نوموړي په وینا، هغوي (هندي مقاماتو) ددې موضوع په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې داسې فعالیتونه د دوی په پالیسي کې ځای نلري.

ښاغلي واټسن زیاته کړه: "‌د متحده ایالاتو د جګپوړو چارواکو سره د خبرو اترو پر بنسټ، موږ دې ته ځیر شوو چې د هند حکومت په پراخه کچه ددې مسلې د څیړلو په لټه کې دي چې نور جزیات به یې په راتلونکو ورځو کې څرګند شي. موږ وویل، هرڅوک چې ددې کار مسؤل وي، باید حساب یې هم ورکړي."

د سه شنبې په ورځ (نومبر۲۱مه)، فایننشل ټایمز راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو چارواکو د امریکایي - کاناډایی تبعه ګورپاتوانت سینګ پانون د وژلو دسیسه شنډ کړه.

نوموړی په امریکا کې میشت د 'سیکانو لپاره د عدالت' په نوم د یوې ډلې وکیل دی. دغه ډله د سیکانو لپاره د خالستان په نوم د هند په پنجاب سیمه کې د یو خپلواک دولت غوښتنه کوي.

د ګورپاتوانت سینګ پانون د وژلو د دسیسې خبره پداسې حال کې کیږي، چې دوه میاشتې مخکې د امریکا بل ګاونډي، کاناډا پدغه هېواد کې د یو بل سیک بیلتون غوښتونکي د وژلو پړه د هندي استخباراتو پر غاړه اچولې ده.

۴۵ کلن هردیپ سینګ نیجار چې په هند کې د سیکانو لپاره د یو خپلواک هېواد د جوړولو لپاره مبارزه کوله، د جولای په میاشت کې د کاناډا په برېتېش کولمبیا کې د سیکانو له یو عبادتځای څخه تر وتلو وروسته په ډزو ووژل شو. د هند حکومت هغه یو "ترهګر" باله.

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو، له یادې پيښې څخه درې میاشتې وروسته، وویل چې "باوري ادعاګانې" شته دي چې د نیجار په وژنه کې د هند حکومت لاس لري، خو د هند حکومت دا خبره "بې بنسټه" بللې ده.

همدارانګه د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د ګورپاتوانت سینګ پانون د وژلو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د فایننشل ټایمز په وینا، د متحده ایالاتو فدرالي څارنوالانو د نیویارک په یوې محکمې کې د ګورپاتوانت سینګ پانون په وړاندې د دسیسې جوړولو په تړاو لږ تر لږه د یو تورن په وړاندې کره شواهد وړاندې کړي دي.

پانون، د روانې میاشتې په پیل کې سیکانو ته چې په هند کې یو مذهبي اقلیت دی، په یوه ویډیو کې خبرداری ورکړ چې په ایر انډیا یا د هند د هوايي شرکت په الوتکو کې سفر ونه کړي، ځکه د نوموړي په اند دا به د هغوي ژوند ته " ګواښونکي" وي. خو نوموړي دا خبره رد کړې چې ددې ويډیو څخه یې هدف د یاد هوايي شرکت پر وړاندې تاوتریخوالي ته لمن وهل دي.

سیک اورپکې په ۱۹۸۵ کال کې د هند هوايي کرښې (ایر انډیا) په یوې الوتکې کې د چاودنې مسؤل بلل کیږي. په یاده پیښه کې د ایر اینډیا یوه الوتکه چې د کاناډا له مونټریال څخه د لندن له لارې هند ته روانه وه، چې په اتلانتیک سمندر کې ولوېده او پکې سپاره ټول ۳۲۹ مسافر ووژل شول. دا د کاناډا په تاریخ کې یو تر ټولو ناوړه ترهګریز برید و.

ګورپاتوانت سینګ پانون فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې دی به امریکايي چارواکو ته اجازه ورکړي چې د ده پر ضد د دسیسې د جزئیاتو په اړه ځواب ورکړي.

هغه وویل: "د امریکا په خاوره کې د یوه امریکایی تبعه لپاره ګواښ د امریکا د حاکمیت لپاره ننګونه ده او زه باور لرم چې د ولسمشر بایډن اداره د دې ډول ننګونو سره د مقابلې جوګه دي."

مخکني تورونه

د انټرسیپټ انلاین خبري ویب پاڼۍ د پاکستان د استخباراتو د هغو پټو ارزونو پر بسنټ چې بهر ته لیک شوي دي، لیکي چې د هند بهرنۍ استخباراتي ادارې (را) په بهرنیو هیوادونو کې د سیکانو او کشمیري فعالانو په نښه کولو پلان جوړ کړی دی.

تر دې مخکې هم پاکستان په هند تورونه لګولي وو چې ددغه هېواد (هند) د بهرنۍ استخباراتو اداره (را) په هند کې دننه پر چینايي اتباعو باندې د بریدونو په ګډون په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې لاس لري.

خو بلخوا هند هم تل پر پاکستان تور لګوي چې د ددغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله والو بریدونو ملاتړ کوي.

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان او هند تر خپلواکۍ وروسته، کشمیر چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، په دوو برخو وېشل شوي چې یوه یې د هند او بله یې د پاکستان تر ادارې لاندې ده.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یاغي ډلو له ۱۹۸۹ کال راهیسې بغاوت پیل کړی او د خپلواکۍ یا له پاکستان سره د یوځای کېدو غوښتنه کوي. په دې جګړو کې په لسګونو زره ملکي وګړي، پوځيان او وسله وال وژل شوي دي.

نوی ډهلی، پاکستان ددغه وسله والو یاغیانو په ملاتړ تورنوي، خو اسلام اباد دا تور ردوي او وايي چې یوازې د کشمیر د خپلواکۍ د حق لپاره د مبارزې ملاتړ کوي.

یاده دې وي چې په اټومي وسلو سمبال دغو دوو ګاونډیانو (هند او پاکستان) د کشمیر د مالکیت پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG