د لاس رسي وړ اتصالات

پرلپسې چاودنو په جلال آباد کې څلور تنه وژلي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د ښار په څلورمه حوزه کې څلور پرلپسې چاودنې شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغو چاودنو کې څلور ملکیان وژل شوي او۲۰ تنه نور ژوبل دي.

لا معلومه نه ده چې د دغو چاودنو هدف څوک و. ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په ژوبل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

نوموړي وویل چې ټپيان روغتونونو ته لیږدول شوي دي چې له ډلې یې د څلورو تنو حالت ښه نه دی.

ویل کیږي چې د چاودنو سیمې ته نژدې د پولیسو امنیتي پوستې هم وې. چاودنې د دوشنبې په ورځ (مۍ۱۳) له روژه ماتې وروسته شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغو چاودنو مسولیت نه دی اخیستی.

دا چاودنې داسې مهال کیږي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې په روانو جګړو کې د ملکي تلفاتو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

XS
SM
MD
LG