د لاس رسي وړ اتصالات

جاوید بشارت خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه 


جاوید بشارت
جاوید بشارت

د ازادو سیالیو مشهور مبارز جاوید بشارت د (UFC) د سیالیو په پایلوبې کې خپل غښتلي برازیلي‌ سیال ته ماتې ورکړه.

دا په دغو سیالیو کې د بشارت څوارلسم بری دی. د هغه برازیلي سیال د سیالۍ په لومړیو شېبو کې هڅه وکړه چې بشارت تسلیمېدو ته اړ باسي،‌ خو هغه تسلیم نشو او سیالي یې وګټله.

بشارت د افغانستان دی چې اوس د بریتانیا تابعیت هم لري. هغه ۲۷ کلن دی او په «واورین پړانګ» باندې هم مشهور دی.

ده له خپل برازیلي‌ سیال سره درې دورې پنځه-پنځه دقېقې سیالي وکړه چې لوبڅارانو د ۲۷-۳۰-۲۷-۳۰-۲۸-۲۹ نتایجو په اساس بشارت ګټونکی اعلان کړ.

جاوید بشارت تر دې دمه پنځه ځلې په سوکانو او شپږ ځلې د تکتیکي پلانونو په کارولو سره خپل سیالان مات کړي‌ او همدغه راز درې ځلې د لوبڅارانو د پرېکړو په اساس ګټونکی اعلان شوی دی.

د دغې لوبې په پای کې جاوید بشارت وویل چې په دې بري سره باید د یو اف سي سازمان په ۱۵ غوره مبارزینو کې راشي.

نوموړي همدغه راز د دغو سیالیو یو بل مشهور مبارز کریس کورتییس ته د سیالۍ بلنه ورکړه. کورتییس تر دې دمه په ۳۰ سیالۍ ګټلې او نه یې بایللې دي.

XS
SM
MD
LG